لیګونه

ټولو بهرني لوبغاړو پاکستان سوپر لیګ په ډاګه پرېښود

د پاکستان سوپر لیګ چې په فبرورۍ میاشت کې د شپږو لوبډلو په ګډون پیل شوي وه او تر سیمې فاینل لوبو پورې راورسېد مګر د یاد لیګ سیمې فاینل او پایلوبه د کورونا ویروس له امله تر نا معلومې نیټې پورې د پاکستان کریکټ بورډ له لوري وځنډول شو.

د پاکستان کریکټ بورډ ویاند وویل، چې د پي ایس ایل لوبو ټیسټونه بشپړ شوي دي. د یاد لیګ څخه تازه ۲۴ بهرني لوبغاړي د خپل هېواد پر لوري روان شول او له پاکستان څخه ووتل. د ویاند پر وینا د پاکستان کریکټ بورډ ټیسټونو پایلو ته انتظار کوي کله چې پایلې اعلان شوي بیا به یې رسنیو سره شریکې شې.

ټاکل شوي ده که چیرې د کورونا ویروس خطره پاکستان کې ختمه شې یاد لیګ به هرو مرو ترسره شې.

د یادونې وړ ده چې پاکستان کریکټ بورډ تر نا معلومې نیټې پورې له بنګله دېش سره هم خپلې راتلونکې لوبو لړۍ وځنډولې. ټاکل شوي وه چې بنګله دېشۍ کریکټ ملي لوبډلې د پاکستان سره د یو ورځینو لوبو او همدغه شان د ټېسټ لوبو لړۍ ترسره کړای وايي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې