نړیوال کریکټ

هغه پنځه بالران پیژانئ چې لوبغاړي یې تر نورو ډېر په صفر سوځولي دي

د کريکټ په نړۍ کي بيلابيل توپ اچوپ اچوونکي راغلي او بیا لاړ دي چې اکثره يې په نړيواله کچه نه ماتيدونکي ريکارډونه لري.

داسې توپ اچوونکي شته چې هيڅکله يې نوبال نه وي ترسره کړی، داسې توپ اچوونکي هم شته چې په يو اوور کې يې تر ۳ ډير نو بالونه ترسره کړي وي.

۱_ پاکستانی وسيم اکرم

وسيم اکرم چې موږ او تاسو ټول يې ښه پيژنو ځکه د کريکټ د نړۍ د غوره توپ اچوونکو وه.
وسيم اکرم توانيدلی چې ۱۱۰ توپوهونکي په صفر وسوځوي.
وسيم دا کارنامه له ځان سره لري.

۲_ سريلانکایی چميندا واس
چميندا واس د سريلانکا د غوره توپ اچوونکو څخه وو.
واس توانيدلی چي ۷۶ لوبغاړي بيله منډو ډک يا انډه وسوځوي.

۳_ پاکستانی وقار يونس
وقار يونس ۷۲ ځلې توانيدلی چې توپوهونکي په صفر منډو وسوځوي.

۴_ اسټرالياوی ګلين مکګرات
 مکګرات هغه توپ اچوونکی دی چې ۷۱ ځلې يې بيلابيل توپوهونکي په صفر سوځولي دي.

۵_ اسټرالياوی بريټ لي
بريټ لي ۷۰ توپوهونکي په صفر سوځولي او په دغه لړۍ کې پنځم مقام لري.

لیکنه: حکیم الله افتاب

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې