دلوبغاړو په اړه

نیوزیلینډ الراونډر انډریو ایلیس تقاعد اعلان کړ

د نیوزیلینډ افسانوې الراونډر ۳۷ کلن انډریو ایلیس له نیوزیلینډۍ لوبډلې سره خپله مخښه (تقاعد) اعلان کړ. نوموړي د نیوزیلینډۍ لوبډلې لپاره یو شمېر یو ورځنۍ او همدغه شان یې د یو شمېر شل اورېزو لوبو استازیتوب هم ترسره کړې وه.

نوموړي په ۱۰۶ فرسټ کلاس لوبو کې ۵۲۲۱ منډي هم جوړې کړې وي او تر څنګ یې ۲۴۹ لوبغاړي هم له مخې پورته (اوټ) کړې وه.

لوبډلمشر کول مکون وویل، چې هغه د لوبډلې زړه او روح وه. مکون د کېنټربري په استازیتوب داسې وویل، هغه په لوبډله کې خورا مسلکي وه، او د هغه مېراث به تل پاتې وي. کول مکون له کریکټ مشهورې وېبپاڼې ې اېس کریک انفو سره خبرو کې وویل:

“ایلیس د اوږدې مودې راهیسې د لوبډلې زړه او روح دی، زما په یاد دي چې د هغه لوبډلې ته راتلل او هغه واقیعاً زه او ځوان لوبغاړي د خپل وزر لاندې ونیول. هغه خورا مسلکي وه او دلته به د هغه میراث (کړنې) تل پاتې وي. هغه لوی زړه لري او د کلونو راهیسې زمونږ لپاره پیاوړی الراونډر پاتی شوی دی. هغه بل تل زمونږ یاد وي زه یوازې غواړم، د ټول کینټربيري په استازیتوب، ایلیس ته د کریکټ وروسته د ژوند خورا غوره وخت غواړم.”

هغه د فبرورۍ په میاشت کې د زمبابوې پر وړاندې لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړې وه.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې