افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

ملي لوبغاړی دولت ځدران نن ۳۲ کلن شو

د افغان لوبډلې مخکښ تېز بالر دولت ځدران نن د مارچ په ۱۹ مه نیټه ۳۲ کلن شو او د خپل ژوند ۳۲م کال یې پیل کړ. نوموړي ته د ټولنېزو رسنیو له لارې د کریکټ یو شمېر مشهورو وېبپاڼو مبارکې ویلې ده. په افغانستان کې هم ورته یو شمېر د افغان لوبډلې په ځانګړي توګه د دولت ځدران مینه والو هغه ته د ۳۲ مې کلیزې مبارکې ویلې ده.

د دولت ځدران پېژندنه

بشپړ نوم یې دولت ځدران دی او په کال ۱۹۸۸ کې د افغانستان په خوست ولایت کې زیږدلی دی. او د افغان لوبډلې چټک ښي لاسی توپ وهوونکی دی. ځدران په کریکټ کې په ښي لاس باندې توپ وهنه ترسره کوي او زیاتره وخت د لوړو شپږېزو وهلو صلاحیت لري. ځدران افغان لوبډله کله نا کله په خپلې پیاوړي توپ وهنې سره بریا ته رسولي ده.

د دولت ځدران یو ورځنۍ لوبو توپ وهنه

دولت ځدران تر دې دمه پورې رسمي کومه نړیواله ټېسټ لوبه نه ده ترسره کړې. ځدران ۸۱ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړې دي هغه په ۸۱ یو ورځینو لوبو کې ۵۶ اننګزونه لوبولي دي ۵۶ اننګزونو او د ۸۱ سیالیو ترسره کولو په مرسته یې ۵۱۳ منډي جوړې کړې دي هغه په یو ورځینو لوبو کې ۱۷.۱ اورېج لري تر اوسه پورې نه کومه نیمه سلیزه او نه کومه سلیزه لري.

د دولت ځدران یو ورځینو لوبو توپ اچونه

یو ورځینو لوبو په دوام ۸۰ ځلې توپ اچونې ته غوره شوی دی چې ټولټال یې ۳۷۶۹ بالونه ترسره کړې دي او ۳۴۲۳ منډي یې ورکړي دي ځدران په یو ورځینو لوبو کې ۱۱۵ ویکیټې اخیستې دي هغه په یو ورځینو لوبو کې ۵.۴۵ ایکانومې لري. او ۲۹.۷۷ اورېج لري.

د دولت ځدران شل اورېزو لوبو توپ وهنه

دولت ځدران د افغانستان لپاره ۳۴ شل اوریزې سیالۍ ترسره کړې دي. په ۳۴ شل اورېزو لوبو کې یې ۱۸ اننګزونه لوبولي دي په ۱۸ اننګزونو کې یې ۷۲ منډي جوړې کړې دي او ۷.۲ اورېج لري او همدغه شان ۱۶۳.۶۴ سټراېک راېټ لري نه کومه سلیزه لري نه کومه نیمه سلیزه لري تر دې دمه پورې یې په شل اورېزو لوبو کې ۵ څلوریزې او ۶ شپږیزې وهلي دي.

د دولت ځدران شل اورېزو لوبو توپ اچونه

دولت ځدران ۳۴ شل اورېزو لوبو کې ۳۴ ځلې توپ اچونه ترسره کړې ده چې ټولټال یې ۷۳۶ بالونه ترسره کړې دي او ۹۵۰ منډي یې ورکړي دي ۴۳ ویکیټې یې اخیستې دي ۷.۷۴ ایکانومې لري او ۲۲.۰۹ اورېج لري.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې