دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د نړۍ نامتو کرکټر ای بي : ټول پام یې بینګلور لوبډلې ته دی

د سویلي افریقا کرکټ تقاعد شوې لوبغاړی (ای بي ډي ویلیرز) خپل وروستی نظر هم شریک کړ.ډي ویلیرز ویلي((راځۍ انتظار وباسو چې څه پيښيږي،زما زیات تمرکز د هندوستان په پریمير لیګ دی،زما ښه لوبه به د بینګلورلوبډلې سره مرسته وکړې،له هندي لیګ وروسته به بیا مونږ ناسته وکړو چې زه باید بیرته نړیوال کرکټ ته راستون شم کنه؟د اوس لپاره داسي بریښې چې زه دې کومه داسي پرېکړه ونه کړم چې هغه په بیړه باندې وي،ما هڅه وکړه چې د نړیوال پنځوس اوریزه جام مخکې بیرته ملي لوبډلې ته راستون شم خو بورډ ونه منله اوس به زه پرېکړه په ځنډ سره کوم،هر یو لوبغاړی باید خپل تصمیم په خپله ونیسي.زه اوس یوه میرمن او دوه زامن لرم چې زیاته پاملرنه مې هلته ده.

زه به له مشورې وروسته خپله نهایې پرېکړه د هندوستان د پريمیر لیګ وروسته اعلان کړم.یاده دې وي چې د سویلي افریقا کرکټ بورډ،د افریقا روزونکي مارک بوچر،پخواني کيپتان فاف ډوپلیسیس ویلي و چې ای بي به د نړیوال شل اوریزه جام مخکې لوبډلې ته راستون شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې