دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د ایون مورګان میرمنې خپل لومړی ماشوم وزېږوه

د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې ۲۰۱۹ نړیوال جام ګټونکي لوبډلمشر ایون مورګان د خپل لومړي ماشوم څښتن شو، د مورګان میرمنې (تارا) د خپل لومړي ماشوم زېږون ته ښه راغلاست ووایه.

د یاد ماشوم پلار (ایون مورګان) د هغه د پدایښت خبر وړمه ورځ د مارچ په ۱۸ مه نیټه پر خپل رسمي انسټاګرام خپور کړ. خو د رسنیو د راپورنو له مخې چې یاد ماشوم یوه اونۍ وړاندې د مارچ په ۹ مه نیټه زیږیدلی دی.

یاد ماشوم زیات نیکمرغه دی ځکه چې، اوس مهال نړیوال کریکټ سیالۍ نشته او مورګان کولی شې چې خپلې میرمنې او ماشوم سره د زیات وخت لپاره پاتی شي.

خو مورګان ممکن هند غوره لیګ کې ولوبېږي او ښایې له کورنۍ غړو څخه لرې شي هغه په اي پي ایل سیالیو کې د کلکته ناېټ راېډرز له لوري په ۵.۲۵ کروړه وپېرل شو.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې