لیګونه

د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ مورېسن ویلي، چې هیڅ اسټرالیایي لوبغاړی باید بهرنیو لوبو کې ګډون ونه کړي

دا چې د هندوستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د آې پي ایل کرکټ لوبې به د اپرېل میاشت په ۱۵ مه نېټه پیل شي؛ سر له اوسه د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ مورېسن ویلي، چې هیڅ اسټرالیایي لوبغاړی باید بهرنیو لوبو کې ګډون ونه کړي.

تمه ده چې د هندوستان سترې سوداګریزې کرکټ سیالۍ یا آې پي ایل د اپرېل میاشت په ۱۵ مه نېټه د ۸ لوبډلو په ګډون پیل شي؛ خو لا هم د کرونا وېروس وېرې له امله د دغو لوبو ترسره کول شکمن دي.

د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ مورېسن په یوه اعلامیه کې خپلو ټولو لوبغاړو ته امر کړی، چې بهرنیو لوبو کې ګډون ونه کړي او له هېواده دې بهر نه وځي.
د اسټرالیا پنځلس لوبغاړي د میلیونونه ډالرو په ارزښت د هندوستان سوداګریزو کرکټ لوبوکې مختلفو لوبډلو پېرلي وو، چې سږ کال آې پي ایل کې ولوبېږي؛ خو د اسټرالیا لومړي وزیر دغو لوبغاړو ته امر کړی، چې کرونا وېروس له امله دې لوبو کې ګډون نه کوي.

د کرکټ شنونکو په وېنا که چېري د اسټرالیا او نورو هېوادونو کرکټ لوبغاړي اې پي ایل کې برخه وانخلي؛ نو د آې پي ایل لوبې بې خونده کېږي او یواځې به هندي لوبغاړو ته ورپاتې وي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې