افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

حضرت الله ځاځي د کورونا ویروس مخنیوي لپاره خپل پېغام پرېښود

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې برېدګر توپ وهوونکي حضرت الله ځاځي د کورونا ویروس خپرېدو مخنیوي لپاره خپل نظر څرګند کړ او د هغه یاد ویډیویې پېغام د کریکټ بورډ پر رسمي فېسبوک پاڼه خپور شوي دی.

حضرت الله ځاځي په یاد ویډیویې پېغام کې داسې وویل:

ګرانو هېوادوالو د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره لاسونه هره ورځ څو ځلې د ۲۰ ثانیو لپاره په اوبو یا هم صابون پرېمنځلئ او یا هم د مکروب ځد موادو باندې پاک کړئ.”

د کورونا ویروس چې نږدې په ټوله نړۍ کې خپور شوی دی او ګڼ شمېر ورزشي لوبو باندې یې خپل منفې ځواک څرګند کړی دی.

د یاد ویروس له کبله دا میاشت هېڅ کومه نړیواله سیالۍ نه ترسره کېږي او ټولې سیالۍ ځنډول شوي دي. همدغه راز یو شمېر د کریکټ لیګونه هم تړل شوي او لغوه شوي دي.

د کورونا وژونکي ویروس له امله پاکستان سوپر لیګ مهمې او اساسې لوبې وځنډول شوي همدغه راز د هند غوره د خپل ټاکل شوي وخت څخه ۱۵ ورځو لپاره وځنډول شو.

د یادونې وړ ده چې نورو افغان لوبغاړو هم د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوې په اړه نظر خپل ویډیویې پېغامونه د کریکټ بورډ پر رسمي فېسبوک پاڼه خپاره کړې دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې