لیګونه

جېمز ایرسکین: ډویډ وارنر په هند غوره لیګ کې د لوبېدو پلان لري

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې اوپنر توپ وهوونکی ډویډ وارنر په هند غوره لیګ کې د سنرایزر حېدراباد لوبډلې برخه ده او د سنرایزر حېدرابا لوبډلې لوبډلمشري هم په غاړه لري. سنرایزر حیدراباد لوبډله نه غواړي چې وارنر په څېر ورته لوبغاړي له لاسه ورکړي. وارنر کولی شې چې خپلې پیاوړي توپ وهنې پر مټ خپله لوبډله تر بریا ورسوي.

او ترڅنګ یې هغه کولی شې چې د لوبډلې ځوانو لوبغاړو ته د لوبې په جریان کې مثبته روحیه ورکړي او هغوی وهڅوي. د ډویډ وارنر په اړه او ترڅنګ یې د نورو اسټرالیایي لوبغاړو په اړه داسې انګرنې موجودې دي چې ګواګې دغه لوبغاړي ممکن ۲۰۲۰ کال اي پي ایل سیالیو کې ونه لوبېږي. خو د ډویډ وارنر مدېر وایي، د ډیویډ وارنر پلان جوړونکی دی.

د رسنیو د راپورنو له مخې، د اي پي ایل ۲۰۲۰ کال څخه دمخه د ډیویډ وارنر ویزه رد شوه. د ډویډ وارنر استازي جېمز ایرسکین په خپلو خبرو کې بیا څرګنده کړه چې وارنر پلان لري په راتلونکې اي پي ایل پړاو کې ګډون وکړي.

د یادونې وړ ده چې سنرایزر حیدراباد لوبډلې سره لوبډله کې د افغانستان څخه راشد خان او محمد نبي عېسخیل هم شامل دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې