نړیوال کریکټ

جنوبي افریقا کرکټ لوبډله هم د کرونا ویروس له ویرې قرنطین شوه

د کرونا ويروس څخه د مخنیوي په خاطر د جنوبي افريقا کرکټ لوبډله قرنطين شوه.

د جنوبي افريقا لوبډله چې هندوستان ته د لوبو لپاره لاړه وه وروستۍ ۲ يو ورځنۍ لوبې يې د کرونا ويروس له ويري ونه کړې او بیرته ټوله تللې کرکټ لوبډله خپل هيواد ته ستنه شوه.

د جنوبي افریقا د کرکټ بورډ د روغتيا کميټه وايي موږ چې کله د هندوستان په لوري لوبډله استوله هغه مهال د کرونا ويروس ډير نه وو خپور شوی نه هم د هندوستان په کلکتې، درمساله او لکنو کې د کرونا کوم شکمنه پيښه شوې وه.

د جنوبي افريقا د کرکټ بورډ د روغتيايي چارو مسول شعيب منراج کريک انفو ته ويلي د کرونا ويروس د لویديځ څخه تر ختيځ پورې ټول هيوادونه په خپل کنترول کې نيولي او همدا ډول د روغتيا نړيوال سازمان ورته د نړيوالې وبا نوم ورکړی او ټولو اکثر هيوادونو له يو بل سره سرحدونه وتړلي.

لیکنه: حکیم الله افتاب

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې