دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

جاوید میانداد: د پاکستان هېڅ توپ وهوونکی سترو لوبډلو کې نشي لوبېدلی

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر جاوید میانداد ویلي دي، چې د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې هېڅ کوم لوبغاړی د اسټرالیا، انګلېنډ او هند په څېر سترو لوبډلو کې نشی لوبېدلی. هغه همدغه راز له هغو لوبغاړو څخه وپوښتل چې آیا کوم پاکستانی لوبغاړی د آسټرالیا ، انګلستان ، سویلي افریقا ، نیوزیلینډ او هندوستان په لوبډلو کې د لوبغاړو ځای نیولی شي.؟

هغه وویل:

“زمونږ هېڅ توپ وهوونکی د دې وړتیا نه لري چې په دې لوبډلو کې ولوبېږي، مونږ بالران لرو خو د توپ وهنې په برخه کې هېڅ کوم توپ وهوونکی نه لرو.” میانداد د خپل یوټیوب چینل له لارې همدغه راز وویل: “تاسو مسلکي یاست، که تاسو کار ونه کړئ یا منډه ونه کړئ نو بیا ولې عاید اخلئ؟ دا د پاکستان کریکټ بورډ دنده ده چې دوی ډاډ ترلاسه کړي چې هېڅوک د کریکټ ټیم ته درناوی نه لري.”

میانداد د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې توپ وهوونکي احمد شهزاد څرګندونو ته په ځواب کې وویل، چې د نورو ۱۲ کلونو لپاره د پاکستان نمایندګۍ ته چمتو دی. د یادونې وړ ده چې شهزاد د کریکټ پاکستان سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل: “زما د فټنس او مهارتونو په پام کې نیولو سره، زه د ۱۲ نورو کلونو لپاره د پاکستان استازیتوب کولی شم او دا مبالغه نه ده.” چې وروسته میانداد ورته په ځواب کې داسې وویل:

“ولې ۱۲ کاله؟ تاسې کولی شئ چې د ۲۰ کلونو لپاره هم پاکستانۍ لوبډلې نمایندګې وکړئ. زه تضمین در کوم چې تاسې کار ترسره کولو ته اړتیا لرئ که تاسې هره ورځ تمرینات وکړئ نو ډاډ در کوم چې تاسې هېڅوګ هم له اړخ څخه نه شي ایسته کولی. هغه لوبغاړي له لاسه ور کول کېږي چې کار نه ترسره کوي یا فشار لاندې راشي.

میانداد د پاکستان لپاره په شل اورېزو لوبو کې ټولټال ۸۸۳۲ منډي ترسره کړې وي همدغه راز په ۲۲۳ یو ورځینو لوبو کې یې بیا ۷۳۸۱ منډي جوړې کړې وي.

میانداد زیاته کړه: “لوبغاړي باید دغه ډول غیر مسؤلانه څرګندونې ونه کړي او پرځای یې خپل فعالیت په میدان کې څرګند کړي.”

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې