نړیوال کریکټ

بنګله دېش ۱۶ کلنو د هند سفر کورونا ویروس له امله وځنډوه

د بنګله دېش کریکټ بورډ چهارشنبې په ورځ د کورونا ویروس له امله د بنګله دېش ۱۶ کلنو لوبډلې د هندوستان سفر وځنډوه. کورونا ویروس چې نږدې په ټوله نړۍ کې خپور شوی دی چې په هر څه یې خپل منفې اغېزه څرګنده کړې ده.

ټاکل شوي وه چې د بنګله دېش ۱۶ کلنو لوبډلې له هند ۱۶ کلنو سره سیالۍ ترسره کړې وای خو دغه سیالۍ اوس تر نا معلومې نیټې پورې وځنډول شوي او ممکن راتلونکې کې بیا له سره پلان شې.

د بي سي بي مشر محمد جلال یونس وویل:

“مونږ نه غواړو چې په داسې شرایطو کې سیالۍ ترسره کړو او په اوس وخت کې هوایي سفرونه هم تړل شوي دي. او نه غواړو چې خپل لوبغاړي له ستونزو سره مخ کړو.”

کورونا ویروس اوس په کریکټ لوبو هم بده اغېزه څرګنده کړې ده او ډیری لوبې یې ځنډولې دي، د یاد ویروس له امله د نړۍ ستر تجارتي لیګ اي پي ایل هم وځنډېد.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې