نړیوال کریکټ

انګلستان کورنی کرکټ هم وځنډه وه

تمه وه چې انګلستان کې د کورنۍ کرکټ سیالۍ د یاد هېواد د مشهورو ښارونو ترمنځ راتلونکو څلورو اونیوکې پېل کیدې، خو دا لوبې هم د کرونا له امله وځنډول شوې.

د یاد هېواد کرکټ بورډ ویلي چې لوبغاړي په منزوي حالت کې دي او ځینې لوبغاړي چې د کرونا شک پرې کېږي معاینه کېږي.

د مارچ په ۱۷مه د سې‌شنبې پر ورځ د انګلستان د کورني کرکټ او نړیوالو لوبو کرکټ بورډ غړو ترمنځ ناسته وشوه.

د راتلونکو لوبو په اړه سره غږېدلي دي، خو د دوی موافقه همدا ده کله چې د وژونکې ناروغۍ ډار پای ته ورسېږي نو بیا به لوبو ته ادامه ورکړي.

د کرېک بز وېبپاڼې لیکلي دي چې سوري په نامه کرکټ کلب یوازینی انګلستانی کرکټ کلب دی، چې لا یې هم په عادي ډول خپلو تمریناتو ته دوام ورکړی دی

لیکنه: حکیم الله افتاب

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې