افغانستان کریکټ

افغان لوبغاړې ښه د توپوهنې وړتیا لري ایچ ډي اکرمن!

ایچ ډي اکرمن د افغان کرکټ ملي لوبډله خورا ستایلې.

اکرمن په دې باوري دی، چې افغان لوبډله ډېر غټ استعداد لري او هیله لري، چې راتلونکي کې د ډېر وخت لپاره د افغان لوبډلې سره یو ځای کار وکړي.

اکرمن ویلي دي چې ( په دې ورستیو کلونو کې مې د افغانستان ډېر لوبغاړي لیدلي او څارلي دي، د کرکټ په نړۍ او یا هم د کرکټ لوبو کې لوبیږي، په دغه لوبډله کي شامل دي او له وړاندي په دې پوهیدم، چې په دې لوبډله کې څو غوره لوبغاړي شتون لري، خو څه چې زه یې ګوته په غاښ  کړم او زړه راښکونکي دي، هغه په حساسو شیبو او د اړتیا پر مهال د افغان لوبغاړو لخوا په شل اوریزه لوبو کي د شپږیزو او څلوریزو جوړولو بشپړ صلاحیت دی چې له امله یې دوی کولی شي د کرکټ نړۍ د هرې لوبډلې سره ځان برابر کړي).

د ملي لوبډلې روزنکی په د باوری دی، چي د افغان لوبډلي بریا په دې کې ده، چې تر اخېره بریده  لوبغاړي پوره پوره د توپوهنې وړتیا لري، ددغې لوبډلې هر لوبغاړی کولای شي چې توپوهنه وکړي نهم، لسم، او یوولسم شمیره لوبغاړي هم په توپوهنه کې خپل انډول ساتلی شي)).

ایچ ډي اکرمن د سویلي افریقا پخوانی ښی لاسی توپوهونکی دی، چې اوس ۴۶ کاله عمر لري او څه وخت مخکې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د توپوهنې برخې روزونکی وټاکل شوه.

لیکنه: حکیم الله افتاب

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې