افغانستان کریکټ

اصغر افغان: افغانستان له ایرلنډ څخه ټېسټ کریکټ کې زیاته تجربه لري

لیکنه او راټولونه: محمدشبیرحسنزی

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبډلمشر اصغر افغان وایي، افغانستان له ایرلنډ څخه په ټېسټ کریکټ کې زیاته تجربه لري او افغان لوبډلې لوبغاړي په ټېسټ کریکټ کې ښه استعداد لري. د نوموړي یوه ویډیو د افغانستان کریکټ بورډ پر رسمي فېسبوکپاڼه خپره شوي ده چې د افغان لوبډلې په تړاو یې زیاتې خبرې کړې دي د هغه د یادې مرکې اړین ټکي به دلته له تاسې سره شریک شي.

د افغانستان او ایرلنډ ټېسټ سیریز

یو کال وړاندې د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ سره یوه نړیواله ټېسټ سیالۍ ترسره کړه چې یاده نړیواله ټېسټ لوبه د افغانستان پر بریا پایته ورسیده او وړمه ورځ د یادې بریا کال پوره شو. چې افغان لوبډلې لوبډلمشر د یادې بریا په اړه وویل مونږ د ایرلنډ خلاف ښه سیالۍ نندارې ته وړاندې کړه او راشد خان ښه توپ اچونه ترسره کړه. اصغر افغان د یادې بریا په تړاو داسې وویل:

افغانستان له ایرلنډ زیاته تجربه لري، افغانان ښه استعداد لري ایرلنډ پر وړاندې مو بالینګ هم ښه وه چې راشد خان ۷ لوبغاړي وسځول رحمت شاه هم ښه لوبه وکړه او حشمت هم ښه منډي ترسره کړي زما لپاره یاده لوبه خورا سخته وه ځکه ټپي وم خو ګټل یې مهم وه زما لوبه ترسره کول مهم وه له هغې سیالۍ ترسره کولو او بریا وروسته لوبغاړي زیات خوښ ول او تاسې ته مبارکې وایم چې د دې سترې او نړیوالې لوبې يو کال تېره ورځ پوره شو.

کوم لوبغاړي باید لوبډلې ته غوره کړو؟

اصغر افغان دا هم څرګنده کړه چې لوبډله کې باید کوم لوبغاړي غوره شي هغه وایي زه پوهېږم او تجربه لرم چې کوم لوبغاړي باید لوبډلې ته شامل شي. هغه داسې وویل:

مونږ ته مالومات شته دی چې کوم لوبغاړي باید انتخاب شي هر فارمټ خپل توپ وهوونکي لري د شل اورېزو بیل دي، پنځوس اورېزو خپل لوبغاړي دي او د ټېسټ لوبې خپل لوبغاړي شته دی، ځاځی د شل اورېزو لوبو لپاره مناسب لوبغاړی دی خو یو ورځنۍ لوبې به ورته یو څه ستونزمنې وي. اصغر افغان پر وینا، کابل او نورو ولایتونو کې مختلف ټورنمنټونه ترسره کېږي چې له مخې یې لوبغاړي ټاکل کېږي او د هغوی فارمنس یا فعالیت ته کتل کېږي، مونږ ته هغه لوبغاړي زیات مهم وي چې مسلسل درې کاله فعالیت (ښه لوبه) کوي.

تېر کال درې ټېسټ لوبې افغانستان ترسره کړي

اصغر افغان وایي: مونږ تېر کال درې ټېسټ نړیوالې سیالۍ ترسره کړي چې لومړۍ لوبه مو ایرلنډ سره وه، دوهمه لوبه مو له بنګله دېش سره وه او دریمه ټېسټ لوبه مو بیا وېسټ انډېز سره وه، چې له درې ټېسټ لوبو څخه مو دوه ټېسټ لوبې وګټلې. بنګله دېش ته مو په بنګله دېش کې ماته ورکړه چې بنکله دېش ته بنګله دېش کې ماته ورکول اسانه هم نه دي.

افغانستان ټېسټ کریکټ کې څنګه لوبډله ده؟

اصغر افغان د افغانستان ټېسټ کریکټ لوبډلې په تړاو داسې وویل: افغانستان ټېسټ کریکټ کې هم ښه لوبډله ده لومړیو کې خلکو داسې فکر کولو چې افغانستان به په ټېست کریکټ کې یوه کمزوري لوبډله ووسي مګر افغان لوبډله کولی شې غټ غټ لوبډلو ته ماته ورکړه افغانستان ټېسټ کریکټ کې روښانه راتلونکی لري. افغانستان به راتلونکې کې نړۍ ته دا ثابته کړي چې دوی د ټېسټ کریکټ ترسره کولو وړتیا هم لري. هغه په پای کې داسې وویل، امید وار یوو.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې