نړیوال کریکټ

اسټرالیا شل اورېز نړیوال جام ترسره کولو ته خوښه ده

د اسټرالیا کریکټ بورډ د کورونا وژونکي ویروس سره سره بیا هم، نارینه شل اورېز جام ته خوشبین ده. ټاکل شوي ده چې سږ کال نارینه شل اورېز جام د اسټرالیا په کوربه توب پیل شې.

کورونا ویروس د نورو ورزش لوبو سربیره په کریکټ هم خپله منفې اغېزه څرګنده کړې ده. او د کریکټ کارپوهان وایي، چې دغه چاره به د کریکټ لوبې ته لوی زیان واړوې. په هر حال دغه وژونکي ویروس وار دمخه کریکټ لوبې ته زیان اړولی دی او د مختلفو لوبډلو سیرزونه او لیګونه یې ځنډولې دي.

په ورته حال کې اي سي سي هم د نړیوال جام ترسره کولو خبر ورکوي او وایي، چې نړیوال جام به په خپله نیټه په اسټرالیا هېواد کې پیل شي.

شل اورېز نړیوال جام به په راتلونکې اکتوبر میاشت کې پیل شې چې، چې افغان لوبډله هم په تمریناتې کمپونو بوخته ده او له یادو تمریناتې کمپونو څخه یې موخه راتلونکې اسیا جام او نړیوال جام ته چمتوالی دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې