دلوبغاړو په اړهلیګونه

کریس لین د لاهور قلندرز مینه والو ته احساساتي پېغام پرېښود

کریس لین چې د نړۍ یو خطرناکه توپ وهوونکی دی او وړتیا لري چې په کریکټ کې غټ غټ شاټونه ووهي، نوموړی د پاکستان سوپر لیګ لوبو پر مهال لاهور قلندرز لوبډلې په ګټه ولوبېد. او په خپلې پیاوړي وړتیا سره یې لوبډله مهم وخت کې بریا ته رسولی ده.

کریس لین په پاکستان سوپر لیګ پنځم پړاو لوبو کې ۸ لوبې ترسره کړي چې ۴۰،۵۷ اوسط ډول توپ وهنې سره یې ۲۸۴ منډي وکړي د هغه د اعتصاب کچه حیرانوونکی ده (۱۷۹،۷۴) ده. کوم چې څرګندوې نوموړی د نړۍ پیاوړی توپ وهوونکی دی. لین په وروستۍ ګروپ لوبه کې د ملتان سطانز خلاف ښه سیالۍ ترسره کړه.

نوموړي په ۵۵ بالونو باندې ۱۱۳ منډي وکړي او لاهور سره یې مرسته وکړه چې بریا ته ورسېږي. نوموړي د کورونا ویروس له امله پاتې سیالۍ پریښودې چې له څو ورځو وروسته د پاکستان سوپر لیګ پنځم پړاو سیمې فاینل او پایلوبه هم د نامعلومې نیټې پورې وځنډول شوه.

هغه مینه والو ته احساساتي پېغام داسې پرېښود:

“ما دلته (پاکستان) کې د سیالیو ترسره کولو څخه بشپړ خوند واخېست، د بده مرغه په دې حالتو کې ما پاکستان پرېښودل غوره کړل. ما تل ویلې دي چې له کریکټ څخه ژوند ډېر اړین دی. او دا په حقیقت کې له دغو پیښو څخه یوه ده. زه په الله بشپړ باور لرم تر څو سمې لارې ته ولاړ شم. مګر تر ټولو مهمه دا ده چې د ساعترۍ لپاره مناسب ځایونه ولرم.”

هغه له ټولو هغو مینه والو څخه هم مننه وکړه چې راغلې ول او دوی یې له نږدې تشویق کړې وه، او پاکستان ته یې ښیې چارو هیله وکړه.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې