دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ټېسټ کریکټ په تاریخ کې تر ټولو پنځه ورو ورو نیمه سیلزې

نړیوال کریکټ چې ۱۴۳ کاله وړاندې پیل شوی دی او اوس هم دوام لري، د ټېسټ کریکټ لومړۍ لوبه د انګلېنډ او اسټرالیا پر لوبه پیل شوه. چې له هغه وخت راهیسې اوس په کریکټ کې زیات شمیرعجیب بدلونونه هم څرګند شوي دي خو ټېست کریکټ اوس هم دوام لري او ترسره کېږي تېسټ کریکټ یوروښانه تاریخ لري. اوس په دغه لوبه کې ډیر بدلونونه راغلي دي او دغه لوبه د کریکت د مینه والو ساعترۍ لامل شوي ده. ټېسټ کریکټ د ارامي او سړه سینې لوبه ده په دې لوبه کې لوبغاړي اړتیا لري چې په ګراونډ یا لوبغالي کې زیات وخت لپاره پاتې شې. د ټېسټ له لارې توپ وهوونکي کولی شي چې د لوبغالي فېچ د سیالې لوبډلې توپ اچوونکو او لوبغاړو سره بلد شي. نو دا ځل یوې ورزشي وېبپاڼې پنځه هغه پخوانې توپ وهوونکي څرګند کړې دي چې په ټېسټ کریکټ کې یې ورو ورو نیمه سیلزو ریکارډونه جوړ کړې دي، هغه پځنه لوبغاړي به دلته تاسې درنو لوستوونکو! ته در وپېژنو.

۱- پېټر ټېلر (اسټرالیا) ۲۳۵ بالونه

پېټر ټېلر د لنډ وخت لپاره د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې نمایندګي وکړه، مګر د نوموړي هغه کارنامه چې انکلېنډ خلاف یې ټېسټ سیالۍ کې په ۲۳۵ توپونو باندې نیمه سیلزه جوړه کړه تل به یادېږي. ټېلر هغه مهال د انکلېنډ خلاف توپ وهنې ته په اووم نمبر راغی او د انکلینډ خلاف یې یوه حیرانوونکې توپ وهنه ترسره کړه او په تاریخ کې یې تر ټولو ورو نیمه سلیزه ووهله. نوموړي په ۲۳۵ بالونو باندې ۵۴ منډي ترسره کړي د هغه غوره هڅو بیا هم اسټرالیایۍ لوبډله بریالۍ نه کړه او د ۱۸۸ منډو په توپېر یې یاده سیالۍ له لاسه ورکړه.

۲- کرېس ټاور (انګلېنډ) ۲۷۷

د انګېلنډ او اسټرالیا د نړیوال کریکټ پیل وروسته، د دې دواړه لوبډلو ترمنځ ډیرې ټېسټ لوبې ترسره شوي او په لاره واچول شوي د دې تیرې دورې په جریان کې زیات ریکارډونه هم رامینخته شوي دي او مات شوي دي. په عین وخت ۱۹۸۰ کال کې دغه انګلینډې توپ وهوونکي وکولی شو چې د هغې په جریان کې تر ټولو ورو نیمه سلیزه جوړه کړي نوموړي ۸۲ منډي په ۲۷۷ بالونو جوړې کړې دا مهال کرېس ټاور ۶۵ کلن وه.

۳-وان ګیري (نیوزیلینډ) ۲۳۸

نیوزیلینډ کریکټ ملي لوبډله په تېرو ۸۰ او ۹۰ مو کلنو کې یو له پیاړو لوبډلو څخه وه، دوی په دې وخت کې یو شمېر افسانوې (پیاوړي) لوبغاړي درلودل، چې له دغو لوبغاړو څخه یو هم وان ګیري وه. ګیري یو مسلکي توپ اچوونکی وه چې نیوزیلینډ لپاره یې ۱۰ ټېسټ لوبې ترسره کړې وې، نوموړی له توپ اچونې سربیره د خپلې ورو نیمه سلیزې لپاره هر وخت یادېږي او د تاریخ په ریکارډونو کې یې خپل نوم ثبت کړی دی دا د نوموړي یوازینۍ نیمه سلیزه وه. ۶۵ کلن ګیري په ۱۹۸۶ کال کې انګېلنډ پر وړاندې ۲۳۸ بالونو باندې نیمه سلیزه جوړه کړه.

۴- ایلان بارډر (اسټرالیا) ۲۶۲

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې پخوانی افسانوې لوبډلمشر ایلان بارډر د ټېسټ کریکټ په تاریخ کې یو مشهور او پیژندل شوی نوم دی. بارډر د ډیرو کلونو لپاره اسټرالیا کریکټ ملي لوبدله رهبري کړه او په ورته وخت کې یې مختلف ریکارډونه جوړ کړل، ۶۴ کلن بارډر د خپل ځیرکتیا لپاره هم پيزندل شوی مشهوره څیره وه. هغه د ۲۶۲ بالونو په مرسته خپله ورو نیمه سلیزه ووهله. په نهایت کې ایلان بارډر اسټرالیایۍ لوبډله په اووه ویکیټو بریالۍ کړه او د لوبې غوره لوبغاړی بارډر ونومول شو.

۵- ټریور بیلي (انکلېنډ) ۳۵۰

انګلېنډ کریکټ ملي لوبډلې د ټېسټ کریکټ په تاریخ کې پیاوړي او لیجنډز توپ وهوونکي وړاندې کړې دي، چې یو یې هم ټریور بیلي و، بیلي د انګلېنډ او اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ په لومړۍ ټېسټ لوبه کې په بریسبین کې په ۳۵۰ بالونو باندې خپله نیمه سلیزه جوړه کړه چې د نوموړي یاده نیمه سلیزه په ټېست کریکټ تاریخ کې تر ټولو ورو نیمه سیلزه وبلل شوه.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې