دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

وقار یونس : هندستان بهترینه توپ اچونکي لري

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانې لوبغاړی (وقار یونس) ویلي((هندوستان په تیزو بالرانو ډېر زیات کار کړې.له همدې امله یې د ایشانټ شرما ،جیسپرېت بومره،او محمد شمعي په څېر ښه توپ اچونکې لري.مخکې هندوستان د درې واړو فارمټونو لپاره بالران نه درلودل خو اوس یې د دې درې بالرانو په پیداکولو ټوله تشه ډکه کړې.هند په منظم ډول کار کوي ځکه د دوی بالران عادي سرعت ۱۴۰ لري.

هغه د هندوستان د ټایمز ورځپاڼې سره دغه مرکه کړې وه نوموړي د خپلو بالرانو په هکله هم نظر ورکړ چې پاکستان له دې وروسته په محمد عباس او عمران خان زیات کار کوي.زه پالیسي لرم چې په شل اوریزه او پنځوس اوریزو لوبو کې د تجربه کاره بالرانو څخه کار واخلم.زه د کورني کرکټ لوبغاړي د پام څخه نه غورځوم محمد عباس او عمران خان یې ښه مثالونه دي.اوس تازه هندوستاني درې بالرانو ۳۴ کلن ریکارډ مات کړ ایشانټ،بومره،او شمعي،د کال په وروستۍ برخه کې ۱۳۱ ویکټې واخیستې چې دغه ریکارډ مخکې د جویل ګارنر،هولډینګ،او مالکوم مارشال، سره و دوی په یو کال کې ۳۴ کاله مخکې ۱۳۰ ویکټې په ګډه ترلاسه کړې وي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې