نړیوال کریکټ

مدن لال : لاهم ویراټ د نړۍ غوره توپ وهونکی دی

د هندوستان د
BCCI
کمېټې غړی( مدن لال) وایي ویراټ کوهلي لاهم د هندوستان د بهترینه توپ وهونکو په قطار کې راځي او هرڅوګ چې د نوموړي د خرابې توپ وهنې په هکله خبره کوي نو زه یې سمه نه بولم،هغه هاګلي اوول لوبغالي کې د نیوزیلینډ خلاف ښه ونه لوبید چې له همغې وجې هندوستان په درې پنځوس اوریزه او دوه ټیسټ لوبو کې ماته ومنله.مدن لال زیاتوې زیات خلک د ویراټ کوهلي څخه پوښتنه کوي چې هغه د لوبې پر جریان ولي ډېر غوصه کیږي لال د دې پوښتنې په ځواب کې وایي دا زما لپاره ډېره په زړه پوری ده چې هغه په میدان کې پر لوبغاړو زیات غوصه کیږي.زه باورې یم چې ویراټ به یو ځل بیا د بهترینه توپ وهنې سره راستون شي.د نیوزیلینډ سیریز له هغه کوم څه نشي اخیستلای او دا په کرکټ کې کله کله پيښيږي چې یو ښه لوبغاړی دی اوټ اپ پوم شي.په کرکټ کې زیات وخت په تخنیک کې ځنې نیمګړتیاوې راځي.لال د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام ته هم اشاره وکړه چې هلته ایم ایس ډوهني غلطه توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه چې له امله یې هندوستان د نړیوال جام د فاینل د ګټلو بې برخې شو.

Indian captain Virat Kohli reacts to taking the catch to dismiss Martin Guptill from New Zealand during the Twenty/20 cricket international between India and New Zealand in Auckland, New Zealand, Sunday, Jan 26, 2020. ( Peter Meecham/Photosport via AP)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې