افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

مجیب الرحمن وپيژنئ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکی (مجیب الرحمن) په کال ۲۰۰۱ م کال کې د مارچ په ۲۸ نېټه په خوست ولایت کې وزیږید.اوس مهال ۱۸ کاله او ۳۵۶ ورځي عمر لري.د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره یې د کرکټ پيل په ۲۰۱۷ م کال کې وکړ.تر اوسه یې د افغانستان لپاره ۱۹ شل اوریزې سیالۍ ترسره کړې چې ټولې یې ۲۵ ویکټې ترلاسه کړې.یوه لوبه کې ترټولوښه توپ اچونه ۱۵ منډې ورکول په ۴ ویکټو اخیستلو سره دې.پنځوس اوریزه یې د افغانستان لپاره ۴۰ لوبې کړې نوموړي په ۴۰ لوبو کې د افغانستان په ګټه ۶۳ ویکټې ترلاسه کړې یوه لوبه کې ۵۰ منډې ورکول او پنځه ویکټې اخیستل ترټول ښه توپ اچونه ده.خپله لومړۍ ټیسټ لوبه یې په ۲۰۱۸ م کال کې د هندوستان خلاف ترسره کړه.مجیب د افغانستان په ۱۹ کلنه لوبډله کې ډېر زیات وځلید اوله هغه وروسته افغان کرکټ ملي لوبډلې ته راستون شو.

نوموړی په ډېر کم عمر کې د نړۍ په بهترینه لیګونو کې ولیدل شو.تراوسه یې د افغانستان د ملي او ۱۹ کلنې لوبډلې په شمول د افغانستان په شپږیزه لیګ ای پي ایل لیګ کې هم لوبیدلی.مجیب او بهر ني لیګونه یې.نوموړي د بنګال ټایګرز،بریس بین هیټ،کومیلا ویکټورینز،همپاشاېر،ټي ټين لیګ او د هندوستان په آی پي ایل کې د کینګز ایلون پنجاب لپاره لوبدونکی لوبغاړی و.مجیب د اسیا په ایلون لوبډله کې هم ونومول شو خو لوبې د کرونا وایروس له امله وځنډو شوې.مجیب الرحمن د نړۍ د بهترنه ټاپ بالرانو په قطار کې ځای لري هغه د کرکټ د نړیوالې شورا سره په بالینګ برخه کې د شل اوریزه لوبو په فارمټ کې دوهم نمبر بالر دی.مجیب ډېر کوچنۍ و چې د پلار دسیورې څخه محروم شو.مجیب د نورعلي ځدران خورین دې چې د کرکټ مکمله تجربه یې له ځدران اخیستې ده.د مجیب یوه ښه ځانګړنه دا ده چې هغه په نړیوالو پنځوس اوریزو او شل اوریزو لوبو کې د پیل اورونه ترسره کوي چې دغه کړنه د نړۍ ډېر کم بالران ترسره کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې