افغانستان کریکټ

شل پښتانه لوبغاړي چې د پاکستان پي ایس ایل لیګ کې لوبیږي

د پاکستان د کورني کرکټ تجارتي سیالیو یا پاکستان سوپر لیګ پنځم پړاو ته شپږ لوبډلو بېلا بېل پښتانه لوبغاړي غوره کړي دي. په دې لوبډلو کې تر ټولو زیات پښتانه لوبغاړي کوټه نومې لوبډله کې اخیستل شوي دي.
عبدالناصر، احمد شهزاد، محمد نواز، سهیل خان، انور علي او  نسیم شاه هغه پښتانه لوبغاړي دي چې دې سیالیو کې د کوټې لوبډلې لخوا اخیستل شوي دي.

ورپسې تر ټولو زیات پښتانه لوبغاړي ملتان سلطانز نومې لوبډله کې اخیستل شوي.
نامتو لوبغاړی شاهد خان اپرېدي، جنید خان، محمد الیاس، عثمان قادر او د بنو خوشدل شاه په لومړي ځل ملتان سلطانز نومې لوبډلې ته غوره شوی دی.

په دریم ځای کې زیات پښتانه لوبغاړي د کراچي کینګز نومې لوبډله کې اخیستل شوي چې شمېر یې ۴ دی.
ارشد اقبال، افتخار احمد، محمد رضوان او ځوان عمر خان هغه پښتانه لوبغاړي دي چې سږ کال به هم کراچي کینګز لوبډلې ته لوبې کوي.

د پاکستان سوپر لیګ لاهور قلندرز نومې لوبډلې هم ۳ پښتانه لوبغاړي، فخر زمان، عثمان شینواری او د خیبر ایجنسۍ شاهین شاه اپرېدی خپلې لوبډلې ته غوره کړي.

خو جالبه دا ده چې د پېښور زلمي لوبډلې، چې تر ‌‌‌‌‌‌ډېره د پښتنو لوبډلې په نامه هم یادیږي، سږ کال یوازې ۲ پښتانه لوبغاړي، عامر خان او محمد محسن خپله لوبډله کې اخیستي دي.

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې ټولټال شپږ لوبډلې لوبیږي او اوس یې نیمه پای لوبې تر نامعلومې نیټې ځنډیدلي دي.

لیکنه: حکیم الله افتاب

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې