نړیوال کریکټ

شعیب اختر پر پخوانیو پاکستاني لوبغاړو غوسه دی

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخواني افسانوې تېز بالر شعیب اختر ویلي دي چې د پاکستان کریکټ بورډ باید د بهرنیو کریکټ بورډونو څخه زده کړه وکړي او دا دې زده کړي چې څنګه باید خپل لوبغاړي د بهرنیو لوبغاړو په څېر روزنې ته چمتو کړي.

شعیب اختر د پخوانیو لوبغاړو له چلند څخه نا خوښه دی او سخت پرې غوسه دی. او ټېګار کوي چې دوی دې له بهرنیو بورډونو او لوبغاړو څخه زده وکړه وکړي.

شعیب اختر دا هم وویل، چې نورو کریکټ بورډونو خپل بورډ کې پخواني لوبغاړي پر کار ګمارلي دي، خو پاکستان بیا دا کړنلاره نه منې او له امله یې پاکستان کریکټ کړکېچن دی.

هغه وویل:

“سوراو ګنګولي د بي سي سي اي مشر دی، راهول ډراویډ د ملي کریکټ اکاډمۍ مشر دی، ګریم سمت د سوېلي افریقا کریکټ مشري کوي مارک بوچر د مشر روزنکي دنده پر مخ وړي، خو برعکس په پاکستان کې بیا دا ډول کسان په کار نه دې ګمارل شوي. او دوی باید ماته اجازه راکړي چې د پاکستان کریکټ پر مخ یوسم.”

پاکستان په دې وروستیو کې د کورونا وژونکي ویروس له امله بنګله دېش سره یو ورځنۍ او ټېسټ لوبې تر نا معلومې نیټې پورې ځنډولې دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې