دلوبغاړو په اړه

سچن ټنډولکر په دې ورځ خپله وروستۍ نړیواله یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړې وه

سچن ټنډولکر چې په خپل وخت کې د هند هېواد یو له پیاوړو توپ وهوونکو له ډلې څخه و، او تل به د هندې وګړو په یاد وي. نوموړي په کریکټ کې زیات شمېر ریکارډونه جوړ کړې دي چې تر دې دمه پورې نه مات شوي دي او نه چا ورته رسیدګې کړې ده. ټنډولکر د کریکټ لوبې لپاره ډېر څه کړې دي او خلک به یې د ډېر وخت لپاره په یاد ولري.

په دې ورځ سچن ټنډولکر خپله وروستۍ نړیواله لوبه ترسره کړې وه او پاکستان سره یې سیالۍ کې ښه پیل ورکړ. ټنډولکر لومړنی کریکټر وه چې په یو ورځینو لوبو کې یې خپله سلیزه بشپړه کړه. په لوبه کې د هغه ونډه هر وخت هند لپاره مهمه وه.

د سچن ټنډولکر پیاوړتیا له دې څرګندېږي چې هغه د خپلې وروستۍ یو ورځنۍ لوبې پر مهال هم نیمه سلیزه ووهله. ماسټر بلاسټر خپله وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې پاکستان په ګونډو کړ. وېرات کوهلي په یاده سیالۍ کې هم ښه وځلید او ۱۸۳ منډو باندې وسوځېد.

په یو ورځینو لوبو کې هغه ټولټال ۱۸،۴۲۶ منډې جوړې کړې دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې