دلوبغاړو په اړهلیګونه

د IPL په تاریخ کې ۳ ناکامه لوبډلمشران

د هند غوره لیګ (انډین پریمیر لیګ) په تېرو څو لسیزو کې خورا شهرت موندلی دی. او د نړۍ په ببلابیلو ځایونو کې یې د لویونو سربیره کوچني ماشومان هم پیژنې دا لیګ په افغانستان کې هم خورا پېژندل شوي لیګ دی او هر کال ورته افغانان په تمه وي او د پیل کېدو لپاره یې شپې ورځې شمارې په دې لیګ کې اته لوبډلې شتون لري چې له مخې یې افغانستان کې هر تن د خپلې خوښې وړ لوبډله ټاکې. په دغه لیګ کې د دغو څرګند شویو دريو ناکامه لوبډلمشرانو له ډلې هم یو وېرات کوهلي دی چې د رایل چلېنجرز بنګلور لپاره یې تر اوسه د اي پي ایل ټرافي هم نه ده ګټلې. دلته به هغه درې نور پاتی او ناکامه لوبډلمشران در وپېژنو چې اي پي ایل په تاریخ کې ناکام پاتي شوي دي.

۱- کیون پیټرسن

کیون پیټرسن د اي پي ایل د ناکامه لوبډلمشرانو په لېست کې لومړی نمبر مقام لري، هغه په ۲۰۱۲ کال کې د ډهلي له لوري رسمآ لوبډلمشر وټاکل شو. چې پيټرسن یواځې له لسو لوبو څخه یواځې یوه لوبه وګټله او پاتې نورې لوبې یې وبایللې. هغه د اي پي ایل لوبو په جریان کې ټولټال ۱۷ سیالۍ ترسره کړې دي چې یواځې یې درې لوبې ګټلې دي او د بریا سلنه یې ۱۷.۶۴ ده.

۲- برېنډن مکلم

د توپ وهوونکي په توګه مکلم اي پي ایل کې ښه پیل ورکړ او په ورته وخت کې هغه د نیوزیلینډ د لوبډلې لوبډلمشر په توګه هم وټاکل شو. او ۲۰۱۵ نړیوال جام پایلوبې ته یې هم لار وموندله چې هغه په دې وتوانېد اسټرالیا ته په پایلوبه کې ماته ورکړي. په هر حال هلته د نوموړي لوبډلمشري ښه وه خو په اي پي ایل تاریخ کې یو له پاتو او ناکامو لوبډلمشرانو څخه دی. مکلم د اي په ایل په لوبو کې د ۱۴ سیالیو لوبډلمشري ترسره کړې ده چې یوازې یې درې لوبې ګټلې دي او پاتې لس لوبې یې بایللې دي.

۳- کومارا سنګاکارا

د سریلانکا مشهور افسانوې پخوانی لوبغاړی کومارا سنګاکارا د اي پي ایل په تاریخ کې یو له هغو کپتانانو څخه دی چې ناکامه لوبډلمشري یې ترسره کړې ده. خو نوموړی د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې بریالی کپتان وه.کمارا سنګاکارا په اي پي ایل کې د کېنګز الېون پنجاب لوبډلې له لوري ناڅاپه لوبډلمشر وټاکل شو. د سنګاکارا په لوبډلمشرۍ کې کېنګز الېون پنجاب لوبډلې په ۲۰۰۹ کال کې د نمرو په جدول کې نهم مقام ترلاسه کړ او په ۲۰۱۳ کال کې یې څلورم مقام ته ورسوه. خو د دې سره سره بیا هم کومارا په اي پي ایل یا هند غوره لیګ کې ناکامه لوبډلمشر پېژندل کېږي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې