نړیوال کریکټ

د کرکټ نړیواله شورا : راتلونکی شل اوریزه نړیوال جام به په خپل وخت ترسره کیږي

icc
یا د کرکټ نړیوالې شورا خبر ورکړ چې راتلونکی شل اوریزه نړیوال جام به په ټاکلي وخت ترسره کیږي او هیڅ ډول بدلون به پکې ونه لیدل شي.د کرونا وایروس په ځواب کې د آی سي سي شورا خبردارې ورکړې چې د نارینوو نړیوال شل اوریزه جام به په خپل وخت ترسره کړې ځکه دغي جام ته مونږ پوره تدابیر نیولي دې.ټاکل شوې د روان کال ۲۰۲۰ م کال نړیوال شل اوریزه جام د اکټوبر په ۱۸ نېټه د استرالیا په هیواد کې پيل شي.د استرالیا هیواد د کرکټ بورډ اجراییوي رییس (کیون رابرټس)وویل((مونږ هڅه کوو چې د راتلونکي جام لپاره پوره تیارې ونیسو،ډېر ژر به ځنې لوبې په استرالیا هیواد کې پيل شي،مونږ پر دغي برخه کې ماهیرین یو او له مونږ پرته روان وضعیت څوګ ښه نشي تعقیبولای،مونږ به په ډېرنورمال حالت کې بیرته سیالیو ته راستانه شوو.د ۲۰۲۰ م کال شل اوریزه نړیوال جام د استرالیا په اوو ولایتونه کې ترسره کیږي.چې د افغانستان په ګډون پکې د نړۍ ټاپ ټيمونه هم تر سترګو کیږي.

ولید ( خپلواک)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر
Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې