دلوبغاړو په اړه

پیاوړی لوبغاړی بورنز څه غوښتنه لري؟

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکي خبر ورکړې چې تر هغه نور فوټبال نه کوي تر څو یې چې له نړیوال کرکټ څخه تقاعد نه وي اخیستی.
د انګلستان لوبډلې بهترینه د ټيسټ کرکټ لوبغاړی روي بورنز د ګارډين مشهوره ویب پاڼې سره په مرکه کې ویلي:

((زه د کرکټ نه ډېر وخت فوټبال پاتې کړې یم، ځکه زه همېشه د فوټبال د لوبې پر جریان زخمي کیږم، ما په وروستۍ سیالۍ کې د پروټیز خلاف د گول په ترسره کولو کې خپل زنګون زیات ټپې کړ چې له همدې وجې ډېر وخت زه د ملي لوبډلې څخه لرې پاتې شوم.))((نور تر هغې فوټبال نه کوم چې له نړیوال کرکټ څخه مې استعفا نه وي ورکړې. روي بورنز د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې اوپنر توپ وهونکی دی چې ډېر وخت د ټپونو له امله په لوبډله کې نه دی لیدل شوی.یاده دي وي چې بورنز د کرکټ تر څنګ په فوټبال لوبه کې هم یو افسانوې لوبغاړی دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې