لیګونه

پاکستان سوپر لیګ سیمې فاینل او فاینل لپاره لوبڅاران اعلان شول

د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ چې د فبرورۍ په ۲۰ مه نیټه د شپږو لوبډلو په ګډون پیل شوي وي. دغه سیالۍ تر سیمې فاینل او پای لوبو پورې راورسیدې. د یادولو وړ ده چې وروستۍ سیالۍ به د تړلو دروازو ترشا ترسره کېږي.

د پاکستان کریکټ بورډ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې علیم ډار او ماېکل ګو به د پاکستان سوپر لیګ پاتې وروستیو لوبو سیمې فاینل او فاینل کې د لوبڅارۍ دندې پر مخ یوسې. دغه دواړه لوبڅاران د اي سي سي امپائرز د ایلیټ پینل څخه دي. دغه دواړه لوبڅاران به د دې اونۍ نیمه پایلوبه کې او په لاهور کې به د پاکستان سوپر لیګ پایلوبه کې برخه واخلي.

ټاکل شوي ده چې لومړۍ نیمه پایلوبه به د ملتان سلطانز او د پیښور زلمي لوبډلو ترمنځ نن ترسره شي، دوهمه نیمه پایلوبه به هم نن ماښام مهال د د کراچۍ کېنګز د لاهور قلندرز پر لوبه پیل شي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې