نړیوال کریکټ

هند او پاکستان له ۲۰۱۲ کال را پدېخوا هېڅ دوه اړخېزه لوب لړۍ نه ده ترسره کړي

هند او پاکستان کریکټ لوبډلې په کریکټ کې یو له هغو لوبډلو څخه دي چې د یو بل پر وړاندې تل جدي وي او تل له یو بل څخه په کریکټ کې بدلې اخلي که څه هم دوی د سیاسي اړخ څخه یو بل سره ښه نه دي او اړیکې یې ورسره خرابي دي نو همدغه شان اوس په کریکټ کې هم یو بل سره ښه نه دي، او یو بل سره یې اړیکې خورا ترینګلې دي.

وروسته له هغې هند له پاکستان سره اړیکې خرابې شوي له کله راهیسې چې د کشمېر مسله رامینځته شوي ده په هر حال دغه دواړو لوبډلو له اتو کلو وروسته بیخې یو له بل سره دوه اړخیزه لوب لړۍ نه ده ترسره کړي. دوی یواځې هغه وخت سیالۍ کوي کله چې د اي سي سي نړیوال جام او یا هم د څو هېوادونو سیالۍ وي، یو بل سره مخ کېږي.

خو په ورته حال کې په دې وروستیو کې د پاکستان پخواني الراونډر شاهد افریدي او د هند افسانوې لوبغاړي یوراج سینګ خبرې روانې کړې وې چې هند او پاکستان دوه اړخیزه لوب لړۍ ترسره کړي چې وروسته بیا ترسره نه شوه او خبرې همداسې په ټپه ودریدې.

خو بل لوري ته د پاکستان کریکټ پخوانی تېز بالر (شعیب اختر) د هند په ستاینه نه مړېږي. تازه هغه په خپلو خبرو کې ویلې دي.

“هند یو ښایسته ځای دی، چې خلک یې په لیدلو حیران شي. ما هېڅکله هم احساس نه کاوه چې دوی له پاکستان سره دښمني لري او جګړه غواړي. مګر کله چې زه د دوی تلویزونونو ته وګورم داسې احساس کوم، چې سبا به جګړه پیښه شي. ما په هندوستان کې پراخه سفرونه ترسره کړي دي، دغه هېواد مې له نږدې لیدلی دی. نن زه ویلی شم چې هند له پاکستان سره یو ځای کار (سیالۍ) کولو ته تیار دی. زه باور لرم چې د هند پرمختګ لاره د پاکستان پورې نغښتي ده.”

د شعیب اختر ستاینې، او د هندې رسنیو ادغاوې

کله هم چې شعیب اختر د هند ستاینه وکړي او د هند پرستاینه خوله را خلاصه کړي، نو هندې رسنۍ بیا دا ادغا کوي چې ګواګې شعیب اختر غواړي په دې توګه هندې چینلونو (تلویزونونو) کې را څرګند شي. هغه چې پورته کومې خبرې کړې وې دغو خبرو ته په اشاره کې یوې هندې وېبپاڼې لیکلې وه: “شعیب اختر د هند په اړه وغږید، مګر هندې تلویزونونو کې نه ښکاري.” له دې وړاندې هم پر نوموړي داسې نیوکې شوي وي چې شعیب اختر غواړي خپل یوټیوب چینل له لارې په هندې رسنیو کې را څرګند شي.

شعیب اختر او د هند غوره لیګ

شعیب اختر د هند غوره لیګ په تړاو هم خبرې وکړي، هند غوره لیګ چې د خپل ټاکلې وخت څخه د کورونا ویروس له امله ۱۵ ورځو لپاره وځنډېد. اختر زیاته کړه د کورونا ویروس له امله به هند غوره لیګ ډېر زیان وخوري او هندوستان ته به درانه زیانونه ورسوي. هغه وویل:

زه اومید لرم چې هندوستان ته زیان ونه رسوي او زه اومید لرم چې دوی خوشاله او خوښ اوسي، مګر بدبختانه چې دا هر څه به پیښېږي.”

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې