دلوبغاړو په اړه

مجیب الرحمن د خپلې پاکې او وطني مینې اظهار وکړه

مجیب الرحمن په هیواد کې په چکرو مېلو بوخت دی.

مجیب پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼه د ښکلي خوست او پکتیا تر منځ د لویې لارېد سېټ کنډو دنګو او لوړو هسکو عکسونه خپاره کړي او د خوښۍ احساس یې کړی.

مجیب لیکلي((د خوښئ احساس کوم، چې دا وخت په سېټ کنډو کي یم. زه د خپل هیواد افغانستان سره ډېره مینه لرم)).

ملي لوبډله څو ورځې وړاندې هیواد ته راستون شوه چې اوس مهال افغان لوبغاړي په خپلو کورونو کې دي

یو له هغو څخه مجیب دی چې په هیواد کې د میله ځایونو څخه خوند اخلي ځکه خوست کې هم د میلو لپاره برابر موسم دی

مجیب الرحمن اوس د ۱۸ کالن دی، چې د ۲۰۰۱م کال د مارچ میاشتې په ۲۸مه نېټه د هیواد په ښکلي خوست ولایت کې زېږېدلی دی.

د نړۍ په کچه ځلېدونکی کرکټ ستوری مجیب الرحمن د ۳ میاشتو وه چې پلار یې وفات شوی دی، هغه بیا د خپلې نیا یا انا په کور کې له نیکه او نیا سره لوی شوی دی.

لیکنه: حکیم الله افتاب

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې