لیګونه

د پاکستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د پي ایس ایل سوپر لیګ سیالۍ به نن نه ترسره کیږي

د پاکستان هيواد کرکټ بورډ نن رسماً اعلان وکړ چې د
PSL
پنځم پړوا نېمه پای لوبې د کرونا وایروس له امله وځنډول شوې.ټاکل شوې وه چې نن ماسپښين لومړۍ نېمه پای لوبه د پيشاور زلمي او ملتان سلطان لوبډلو ترمنځ ترسره شي.خو د پاکستان کرکټ بورډ د مثبتو پيښو په ډېریدو سره راتلونکي دوه نېمه پای لوبې د نا معلوم وخت له امله وځنډولي.

د پاکستان سوپر لیګ چې د فیبرورۍ په میاشت کې د ۳۶ بهرنیو لوبغاړو په شتون کې دپاکستان په هیواد کې پيل شوې و نن یې باید د ټاکلي جدول له مخي نېمه پای لوبې ترسره شوی وای خو د پاکستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې سیالۍ دې وځنډول شي.

د پاکستان د کورني لیګ دوهم پړوا لوبې بغیر له ننداره چيانو ترسره شوې.د دغي نېمه پای لوبو لپاره معلوم وخت ندې ورکول شوې چې په کوم ټایم به ترسره شي.یاده دې وي چې د کرونا وایروس د چين هيواد څخه د نړۍ ګوډ ګوډ ته مخ پر خوریدو دی چې د نړۍ مشهوره لیګونه او نړیوالي سیالۍ یې وځنډولي او یا یې لغوه اعلان کړې.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې