نړیوال کریکټ

د بنګله دېش او پاکستان کرکټ لوبې هم کرونا له امله وځنډولې

د بنګله دېش او پاکستان کرکټ بورډونو پرېکړه کړې، چې د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لړۍ به نه ترسره کېږي، ترڅو د کرونا وژونکي ویروس تهدید کچه راکمه کړي. دپاکستان او بنګله دېش کرکټ بورډونو دا پرېکړه وروسته له هغې وکړه، چې پاکستان کې هم د کرونا ویروس مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي. پاکستان او بنګله دېش کرکټ بورډونو د دوشنبې په ورځ د مارچ په ۱۶ مه نېټه اعلان وکړ، چې د پاکستان کراچۍ ښار ته د بنګله دېشۍ کرکټ لوبډلې سفر وځنډول شو.تمه وه، چې بنګله دېشۍ کرکټ لوبډله د مارچ میاشت په ۲۹ مه نېټه پاکستان ته ولاړه شي او هلته یو ورځنۍ او ټېسټ لوبې ترسره کړي.

د اپریل په لومړۍ نېټه د یو ورځنیو لوبو پیل لپاره نېټه په ډاګه شوې وه او د ټېسټ لوبو لړۍ د اپریل په ۵ مه نېټه پېلېده؛ خو دا لوبې ښایي په دغې نېټه ترسره نشي او لا وځنډول شي.
له دې وړاندې بنګله دېشۍ لوبډلې په فبروري میاشت کې پاکستان ته د درې شل اوریزو او یوې ټېسټ لوبې لپاره سفر کړی و، چې بنګله دېشۍ لوبډله پکې ماته شوه او یو ځل بیا یې تکل  کړی و، چې پاکستان ته د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لپاره سفر وکړي.خو دا سفر د کرونا ویروس وېرې له امله وځنډول شو او کله چې د کرونا تهدید پای ته ورسېږي بیا به لوبلړۍ ترسره شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې