نړیوال کریکټ

د ایرلېنډ او زیمبابوې ترمنځ سیریز وځنډول شو

ټاکل شوې وه چې د ایرلېنډ او زیمبابوې ترمنځ د شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو سیریز د اپریل په دوهمه نېټه ترسره شي.خو دواړو کرکټ بورډونو سره په دې ورستیو کې په ګډه ناسته وکړه او راتلونکي سیالۍ یې د څه وخت لپاره وځنډولي.

د زیمبابوې کرکټ سرپرست مدیر (ګیو مور مکروني)وویل.مونږ راتلونکي میاشت ایرلېنډ لوبډلې ته په تمه و،خو د بدبخته چې حالات په ټوله نړۍ کې د کرونا وایروس زیات زیانمن کړې.

او ټولي نړیوالي او دا خلي سیالۍ یې درولي.دا دوه اړخيزه سیریز و او ځنډول یې زمونږ لپاره ډېره اړينه خبره وه.د ایرلېنډ کرکټ بورډ اجراییوي رییس (وارن ډيو ټرم) د زیمبابوې د مدیر ګيو خبره تاید کړې او ویلي دې چې دا یوه تر ټولو ښه پرېکړه ده.د ایرلېنډ او زیمبابوی ترمنځ دلوبو د بیا پیل نېټه نده معلومه خو اوس لپاره یې خپل دوه اړخيزه سیریز د څه وخت لپاره وځنډوه

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې