دلوبغاړو په اړه

دافغانستان د نوې روزونکي نظر د افغانستان په لوبډله

د افغانستان دکرکټ ملي لوبډلې نوې روزونکي (هېلټن ډېن اکرمن) په یوه ویډویې مرکه کې د افغانستان د توپ وهنې ستاینه کړې.نوموړي وویل((کله چې زه دلته راورسیدم ډېر زیات انديښمن وم.ځکه د زیاتو لوبغاړو سره مې لیده کاته نه و شوې.د افغان لوبډلې د روزونکي ډلګۍ پيژنم.لانس او راویش راته ډېر تود هرکلی وکړ.بغیر له شکه زه دافغانستان د لوبغاړو سره په تجربو بوخت یم.زه پر دې باور لرم چې افغان لوبډله ښه ښه اسعدادونه لري.او هیله مند یم چې دې لوبډلې سره به اوږد فارمټ کې پاتې شم.

ما د افغانستان ځني لوبغاړي له نیږدې ولیدل.زه پوهیږم چې په افغان لوبډله کې غوره لوبغاړي شته.داسي لوبغاړي چې زه یې حیران کړې یم.دوی په مهم وخت کې ډېره ښه لوبه کوي او دوخت سره سم شپږیزې او څلوریزې وهې نو له همدې امله ډېرې ښې سیالۍ ترسره کوي.دویم هغه څه چې په افغان لوبډله کې دې د دوی لیولتیا ده افغان لوبډله ذده کړو ته اړتیا لري.

زه نوې راغلي یم او باید هر لوبغاړی له نیږدي وپيژنم او د دې لپاره مهمه داده چې باید ورسره نیږدې اړېکې ولرم.لوبغاړي باید پرما باور زیات کړې نو له دې وروسته بیا کولای شو چې ښه پرمختګ وکړو.مشر روزونکی لانس وایي پر دې باید ډېر کار وشي چې څنګه دلوبې پر جریان یوه دوه منډې ترلاسه کړو.افغان لوبغاړي په غټو شاټونو کې ډېر صلاحیت لري همدا زمونږ د پرمختګ سبب هم کېدلای شي.زه باوري یم چې افغان لوبغاړي د ورستی ویکټ په درلودلوهم ښه توپ وهنه ترسره کولای شي.

کېدالای شي چې دتوپ وهنې په برخه کې نور لوبغاړي اضافه کړي ځکه مشر روزونکی لانس کلوزنر تغیر خوښونکی کوچ ده او کولای شي دغه لوبغاړي په بېلابېلو ځایونو کې ښې توپوهنې وکړي.خودا مهمه ده چې دغه لوبغاړي بېلا بېلې دندې ترسره کړي.

کېدای شي چې یووخت کې له کوم زیان پرته سليزه ولرئ خوپه دغه وخت کې څرنګه توپوهنه وکړئ .داسې وخت به هم راشي چې ستاسو په ۳۰منډو کې څلور لوبغاړي سوځېدلي وي .افغان لوبغاړي کولای شي چې له حالاتو سره سم دغه وخت کې خپل رول ولوبوي او سمه توپوهنه وکړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې