دلوبغاړو په اړه

انظمام: د کرکټ ۳ لوبغاړي ښه سیالي کولای شي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي انظمام الحق ویلي:د کرکټ په نړۍ کې ۳ داسې لوبغاړي و چې د کرکټ بڼه به یې پر خپلې توپ وهنې بدلوله. هغه د دغي درې لوبغاړو له ډلې څخه لومړۍ د ویسټ انډیزي وې وین ریچارډزنوم یاد کړ چې نوموړي په ۱۹۸۰ م کال کې د ویسټ انډیز تر ټولو مخکښ لوبغاړی و.

انظمام په خپل لیست کې دوهم لوبغاړی د سریلانکا کرکټ افسانوې توپ وهونکی سنات جیسوریا راخیستې او ویلي دي چې سنات په خپل سټایل او ښي توپ وهنې سره د میچ نقش په یو دم بدلوه.

درېم لوبغاړی بیا د کرکټ په نړۍ کې اوسنی سویلي افریقايي ای بي ډي ویلیرز دی. انظمام د ای بي په اړه وویل:ای بي د نړۍ هغه کرکټر دی چې د لوبې بڼه په ډېر کم وخت کې بدلوي او د کرکټ د نړۍ زیات مینوال یې د لوبې سره مینه لري. ای بي د کرکټ هغه لوبغاړی دی چې د میدان هر کونج ته شاټ ګوزارولي شي.
ریورس سویپ او ورته نور شاټونه یې د کرکټ په نړۍ کې رواج کړل هغه یو تیز کرکټر دی او چې په لوبغالي ولاړ وي نو د هر ډول لوبې تمه ترې کیدلی شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې