دلوبغاړو په اړهلیګونه

الیکس هيلز دپاکستان سوپر لیګ پريښود

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د پيل اوپنر بهترینه توپ وهونکی (الیکس هيلز) د پاکستان سوپر لیګ سره مخاخه وکړه.دغه انګلستانی مخکښ توپ وهونکی د کراچۍ کینګز لوبډلې لپاره په اوپنینګ برخه کې میدان ته راښکته کیده.الیکس د کراچۍ لپاره په ۷ سیالیو کې ۲۳۹ منډې ترلاسه کړې چې دوه نېمه سلېزې پکې هم شاملې وي.

دا چې پاکستان سوپر لیګ نېمه پای لوبو ته رسیدلی نو نن به یې لومړۍ نېمه پای لوبه ماسپښين د پیشاور زلمي او ملتان سلطان لوبډلو ترمنځ ترسره شي او ماښام مهال به بیا دوهمه نېمه پای لوبه د کراچۍ کینګز او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ د مینوالو په نشتون کې ترسره شي.د هيلز ترڅنګ ګڼ شمېر بهرنيوانګلستاني لوبغاړو جیسن رای ، جیمز وینس ، ټیمل ملز ، لیام لیونسټون ، لیوس ګریګوري ، او لیام ډاوسن،د پاکستان سوپر لیګ د کرونا وایروس له امله پريښود.

ولید (خپلواک)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې