دلوبغاړو په اړه

کریس لېن پاکستان سوپر لیګ په ډاګه پرېښود

کريس لېن د کورونا ویروس خطر له امله د پاکستان سوپر لیګ پاتې سیالۍ پریښودې. او ۱۷م بهرنی لوبغاړی وپېژندل شو چې د پاکستان سوپر لیګ څخه خپله کډه باروې او پاتې نورې سیالۍ په نیمه لار کې پرېږدي. له دې وړاندې د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې سټار لوبغاړو د یاد لیګ وروستۍ سیالۍ د مخه پریښې وې.

کريس لېن چې د لاهور قلندرز مهم لوبغاړی وه او تېره ورځ یې په مهمه لوبه کې د لاهور قلندرز لپاره سیلزه ووهله، چې له یادې سلیزې وروسته لېن خپله لوبډله (لاهور قلندرز) د لومړي ځل لپاره سیمې فاینل ته ورسوله نوموړي په یاده لوبه کې ۱۱۳ منډي جوړي کړي.

مګر نوموړي د سیمې فاینل پیل کېدو څخه وړاندې په خپل انسټاګرام اکاونټ باندې خپل هېواد ته د تلو خبر ورکړ، او لیکلې یې دي: ژوند له کریکټ څخه ډېر مهم دی. هغه وایي:

ما په بشپړ ډول خوند واخیست، خو له بده مرغه پدې شرایطو کې ما خپل کور (هېواد) ته د تلو نیت کړی دی. ما تل ویلې دي چې له کریکټ څخه ژوند ډېر مهم دی او دا په حقیقت کې دی. له ټولو څخه مننه کوم.”

په ورته حال کې د پاکستان سوپر لیګ لوبو په دوام نن د کویټې ګلیډېټرز او کراچۍ کېنګز ترمنځ ۳۰مه سیالۍ ترسره شوه. چې کویټې ګلیډېټرز لوبډلې په پنځو ویکیټو بریا ترلاسه کړه.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې