نړیوال کریکټ

په نړیوال کریکټ کې ۱۰ غوره لوبډلې چې ډیري لوبې یې ګټلې دي

په نړیوال کریکټ کې لس هغه لوبډلې چې ډیرې لوبې یې ګټلې دي؛ د وخت بدلول، د لوبغاړو بدلول او لوبډلې بدلول دا هغه څه دي چې د وخت په اوږدو کې رامینځته کېږي او غوره ریکارډونه ور څخه جوړېږي. د کریکټ یوې ورزشې وېبپاڼه دا ځل دا مقاله خپره کړې ده چې پکې یې لس هغه غوره لوبډلې څرګندې کړې دي چې نړیوال کریکټ کې یې ډیرې بریاووې ګټلي دي. لوبډلې بدلېږي، مګر تجربې له نسل وروسته نسل ته تیرېږي چې په پای کې د لوبډلې روحیه ژوندۍ ساتي. راځئ چې هغه لس غوره لوبډلې درته د کریکټ په تاریخ کې در وپېژنو چې ډیرې بریاووې یې ترلاسه کړي دي.

۱- اسټرالیا (۱۰۳۵)

د احصاییو سره سم پرته له شکه، چې اسټرالیا لومړۍ نمبر لوبډله ده د کریکټ په تاریخ کې چې ډیرې لوبې یې ګټلې دي. اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې په ۱۸۷۷ کال کې د انګلېنډ خلاف لومړۍ لوبه پیل کړله. چې اوسه پورې یې ټولټال ۱۹۰۴ لوبې ترسره کړي دي چې له یادو لوبو څخه یې ۱۰۳۵ په خپلې بریا پایته رسولي دي او د نړۍ لومړۍ نمبر لوبډله ده چې زیاتې لوبې یې ګټلې دي.

۲- انګلېنډ (۸۰۴)

انګلېنډ چې د کریکټ لوبې مخکښان پېژندل کېږي، او په نړیوال کریکټ کې د ډېرو بریاوو په لېست کې دوهم ځای لري. له ۲۰۱۵ کال راهیسې یې ښه پیل ورکړی دی او په ۲۰۱۹ کې یې نړیوال پنځوس اورېز جام په خپلې بریا پایته ورسوه. دوی کولی شې چې د اسټرالیا څخه ډیرې بریاووې راوړي. دوی تر دې دمه پورې ۸۰۴ لوبې ګټلې دي.

۳- هندوستان (۷۵۳)

هند کریکټ ملي لوبډلې چې د ۱۹۳۰ کال په جریان کې یې د کریکټ نړیوال لوبه پیل کړه، او ورو ورو یې د کریکټ په نړۍ کې د ځواک واحد وموند او اوس د نړۍ له پیاړو لوبډلو څخه ګڼل کېږي. دوی د کریکټ په درې واړو بڼو (فارمیټونو) کې ویاړونه ترلاسه کړي دي. د نړیوال جام اتلولۍ لقب څخه نیولې د اي سي سي په ټېسټ درجه بندۍ کې لومړی نمبر پاتې کېدل او شل اورېز نړیوال جام ګټل ټولو بریا خوند یې لیدلې دی. په نړیوال کریکټ کې هند ۷۵۳ لوبې ګټلې دي او ۶۳۵ لوبې یې بایللې دي چې اوس په نړیوال کریکټ کې د ډېرو بریاوو په لېست کې دریم مقام لري.

۴- پاکستان (۷۱۶)

پاکستان کریکټ ملي لوبډلې ۷۱۶ لوبې وګټلې او په تاریخ کې یې ۵۹۸ له لاسه ورکړي. دوی همدغه شان د کریکټ په تاریخ کې خورا سرعت لرونکې او تېز بالران لري چې اوس له لوبډلې سره مل نه دي خو په خپل وخت کې یې ښه توپ اچونه ترسره کوله.

۵- وېسټ انډېز (۶۲۹)

وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډله هم په کریکټ کې ښه تاریخ لري او په یو ورځنيو او ټېسټ دواړو کې یې ښه پایله ورکړي ده. دوی دوه ځلې نړیوال جام ګټلی دی یو ځل یې په (۷۵ او بل ځل یې په ۷۹) کې وګټلو. وېسټ انډېز په خپل وخت سره د کریکټ نړۍ کې سر ګیرفېلډ سوبرز، لانس ګېبز، ګورډن ګرېنیج، جورج هېډلي، کلوی لاېډ، مالکوم مارشال، انډي رابرټس، الیون کالېچارن، روحان کانهای او بریان لارا او سر ویو ریچارډز په څیر ورته پیاوړي لوبغاړي نړۍ ته وړاندې کړې وه. وېسټ انډېز ۶۳۸ لوبې بایللې دي او ۶۲۹ لوبې یې ګټلې دي.

۶- سوېلي افریقا (۶۲۰)

سوېلي افریقا کریکټ لوبډلې تل په دوه اړخېزو لوبو لړۍ کې غوره پایلې لرلې، په ۱۱۸۵ لوبو کې دوی ۶۲۰ لوبې ګټلې دي او پاتې ۴۱۵ لوبې یې بایللي دي. سوېلي افریقا اوس په کریکټ نړۍ کې پیاوړي او مهم لوبغاړي لري چې دوی سره راتلونکې کې مرسته کولی شې تر څو له وېسټ انډېز څخه د ډېرو لوبو ګټلو لېست مې مخکې شې. وېسټ انډېز له دوی څخه نهه سیالۍ زیاتې ګټلي دي.

۷- سریلانکا (۵۴۰)

په اسایي لوبډلو کې یوه ځواکمنه لوبډله سریلانکا هم ده. دوی د ۲۰۱۴ کال شل اورېز نړیوال جام له هندوستان څخه وګټلو. سریلانکا په ۴۱ کلونو کې ۵۴۰ نړیوالې بریاووې ثبت کړې دي.

۸- نیوزیلینډ (۵۱۳)

نیوزیلینډۍ لوبډلې په ۱۳۴۵ لوبو کې ۵۱۳ لوبې ګټلي دي او په اتم نمبر کې قرار لري. دوی په ۱۹۳۰ کال کې د لوبې بیرته پیلیدل پیل کړل، د دوی لوبډله هم یو وخت په پیاړو بالرانو پېژندل کېده او اوس هم ښه ده. دوی ښه لوبغاړي لري د راتلونکې نړیوال جام لپاره.

۹- بنګله دېش (۱۷۴)

بنګله دېش هم یو ښه او پرمختللي لوبډله ده اوسمهال په ځانګړي توګه په شل اورېزو لوبو کې، دوی په بنګله دېش کې خورا ښه لوبې ترسره کوي او د دوی په کور کې د دوی ماتول اسانه نه دي مګر ممکن دي. دوی اوس هم اړتیا لري چې ټېسټ فارمیټ باندې کار وکړي او بهر سفرونه وکړي. دوی په دې وروستیو کې د غوره لوبډلې په توګه پرمختګ کړی دی او په تېرو څو میاشتو کې یې ګټونکي لاره تعقیب کړې ده تر دې دمه پورې یې په ۵۹۱ لوبو کې ۱۷۴ لوبې ګټلي دي او ۳۹۲ لوبې یې بایللي دي.

۱۰- زمبابوې (۱۶۸)

د زمبابوې کریکټ ملي لوبډله هڅه کوي چې د یوې لسیزې را پدیخوا خپل هېواد کې د پالیسۍ له بدلون سره سم خپل حق ترلاسه کړي. زمبابوې په ۱۹۹۰ کال کې د پرمختګ په حال کې وه، ځکه چې دوی لوی لوبډلو ته ماتې ورکړه؛ زمبابوې تر اوسه پورې ۷۱۵ لوبې یې ترسره کړي دي چې ۱۶۸ یې ګټلي دي او ۴۹۹ لوبې یې بایللي دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې