دلوبغاړو په اړه

هاشم املا په خالي لوبغالي (مېدان) کې لمونځ کوي

د سوېلي افریقا د کریکټ ملي لوبډلې پخواني توپ وهوونکي هاشم آملا یو ویډیویې کليپ په حواله رسنیو کې خپور شوی دی چې نوموړی لیدل کېږي په تش لوبغالي کې لمونځ کوي او هېڅ کوم نندارچې یا تماشاچې نه لیدل کېږي د نوموړي یاده ویډیو په ټولنېزو رسنیو کې ګڼ شمېر وګړو ته لاس په لاس کېږي او خوښه کړې یې ده.

د یادونې وړ ده چې کورونا ویروس د پاکستان سوپر لیګ پر سیالیو هم اغېزه کړې ده چې نږدې ۱۳ بهرني لوبغاړو له پاکستان سوپر لیګ څخه مخښه اخیستې ده. چې یو له بهرنیو لوبغاړو څخه هاشم آملا دی چې هلته پاتې دی او د پیښور زلمي لوبډلې توپ وهوونکي روزونکي دنده پرمخ وړي.

د پاکستان کریکټ بورډ څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د پاکستان سوپر لیګ پاتې وروستۍ لوبې به د تړلو دروازو ترشا ترسره کېږي.

د یادولو وړ ده چې نن به په پاکستان سوپر لیګ کې دوه لوبې ترسره شې. چې کراچۍ کېنګز به د لاهور قلندرز پر وړاندې خپل بخت وازمویې.

او همدغه ډول سلطان ملطانز به بیا پیښور زلمي پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شې.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې