دلوبغاړو په اړه

لوکې فرګوسن :پر ما د کرونا تور یوه مبالغه وه

د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکې (لوکې فرګوسن) هغه اوازې رد کړې چې نوموړي د (کرونا وایروس) پر مرض اخته دی.او دا یې یوه مبالغه وبلله .فرګوسن وایي((زه ډېر زیات خفه شوم چې کله زه د معایناتو لپاره ډاکټرته لاړم،پر ما د استرالیا یخې هوا ډېر بد تاثیر وکړ،نو لوبغاړو داسي فکر وکړ چې زه په کرونا وایروس اخته شوې یم.

کله چې زما ټيسټ راووته نو زما نتیجه منفي وه.کرونا په نړۍ کې بد وضعیت رامنځته کړې او د نړۍ مهمې لوبې یې لغوه اعلان کړې چې د کرکټ ګڼ شمېر لوبغاړي او مینوال یې زیات خفه کړې دي.
د لوکې په اړه مشهوره رسنیو خپل لنډ خبرونه خپاره کړې او د هغې نتیجه یې منفي بللی ده.نیوزیلینډ او استرالیا لوبډلې سره د سیریز یوه لوبه ترسره کړه او نورې ټولې سیالۍ یې د کرونا وایروس له امله لغوه اعلان کړې.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې