دلوبغاړو په اړهلیګونه

عمران طاهر: ما هېڅکله په پاکستان کې د نا امنی احساس نه دی کړی

د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې لېک برېک سپېن توپ اچوونکی عمران طاهر وایي، ما هېڅکله په پاکستان کې د نا امنی احساس نه دی کړی. او اوس په پاکستان سوپر ليګ کې بهرنې میشتو لوبغاړو خپله د خلکو په منځ کې دا باور ترلاسه کړی دی چې پاکستان د کریکټ لوبو ترسره کولو لپاره یو خوندي هېواد دی.

خو بل لوري ته د کورونا ویروس داسې کارنامې پیل کړې دي چې د پاکستان په پرتله لس چنده نورو ښه هېوادونو کې یې د کریکټ لوبې او سیرزونه ځنډولې دي. هېره دې نه وې چې بنګله دېش له پاکستان سره راتلونکې لوبې وځنډولې، ټاکل شوي وه چې په دوه اړخیزه لوب لړۍ کې پاکستان له بنګله دېش سره درې شل اوریزې دوه ټېسټ او یوه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.

عمران طاهر په خپلو خبرو کې وویل:

“ما په پاکستان هېواد کې د نا امنی احساس نه دی کړی، دلته ډیری بهرنې لوبغاړي د پاکستان هېواد امنیت په اړه غږېږي خو زما نظر او اند له هغو لوبغاړو څخه مختلف دی. زه په پاکستان سوپر لیګ کې ښیې شیبې تېروم. او زه په پاکستان کې خوښ او خوشاله یم. ځکه خوښ یم چې دلته زما کورنۍ ده او زه هم ورسره یم او دا زما د خوښۍ سرچینه ده، زه مخکې دلته د نړۍ الېون سره راغلی وم.”

هغه همدغه راز د دوبۍ څخه پاکستان سوپر لیګ په پاکستان هېواد کې ترسره کول د پاکستان کریکټ بورډ یو لوی اقدام وباله. او د پاکستان سوپر لیګ یې یو ښه لیګ وباله. دغه ۴۰ کلن لوبغاړي له ملتان میشتو څخه مننه وکړله چې د دوی ملاتړ او تشویق یې ترسره کړی دی.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې