دلوبغاړو په اړه

شعیب اختر د هغي لوبغاړي نوموم واخیست، چې له بابر اعظم څخه غوره کيدلی شي

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخواني نامتو لوبغاړي شعیب اختر یو ځل بیا په خپلو خبرو کې د هغي لوبغاړي نوموم څرګند کړ چې د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې اوسني ستوري بابر اعظم څخه غوره کیدلی شې بابر اعظم چې اوس مهال د نړۍ یو له پیاړو توپ وهوونکو څخه ګڼل کېږي او همدغه راز په ټېسټ کریکټ کې هم د نړۍ له پیاړو لوبغاړو څخه شمېرل کېږي. خو شعیب اختر چې کوم لوبغاړی څرګند کړی دی او دا چې هغه لوبغاړی څوګ دی دلته په دې لیکنه کې به یې درته په ډاګه کړو:

شعیب اختر په دې باور دی چې اوسنی حیدر علي د پاکستان سټار لوبغاړي بابر اعظم څخه راتلونکی کې ښه کیدلی شي او له هغه به غوره توپ وهنه ترسره کړای شې. حیدر علي چې اوسمهال په پاکستان سوپر لیګ کې بوخت دی او د پیښور زلمي لوبډلې له لوري پېرل شوی دی. نوموړي په نهو لوبو کې ۲۳۹ منډي جوړي کړي دي هغه په ۲۹.۸۷ اورېج او په ۱۵۸.۲۷ رن راېټ سره مېدان یا لوبغالي کې لوبېږي. په ورته وخت کې په پاکستان سوپر لیګ پنځم پړاو سیالیو کې حیدر علي لومړنی لوبغاړی وپېژندل شو چې لومړۍ پنځوسه بشپړوي.

خو له بلې خوا بابر اعظم هم له حیدر علي سره رقابت کې دی او دا مهال بابر اعظم د ۳۱۳ منډو په جوړولو سره د پاکستان سوپر لیګ تر ټولو مخکښ توپ وهوونکی دی.

خو په هر حال، دا هم هېره نه کړئ چې حیدر علي هم له بابر اعظم سره رقابت کې دی او اټکل کېږي چې حیدر علي به په راتلونکې کې له بابر اعظم څخه غوره او پیاوړی وي خو لږ وخت به اړتیا وي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې