دلوبغاړو په اړه

د کرکټ په نړۍ کې د استرالیا لپاره ۲۰۱۴ م کال ډېر زړه بدونکی کال و

د استرالیا کرکټ ملي لوبډله چې په نړۍ وال کرکټ او لوبډلو کې یې څاری ډېر کم لیدل کیږي ۲۰۱۴ م کال ورته ډېر دردونکی کال و.د استرالیا کرکټ لپاره ۲۰۱۴ م کال د تورې تيارې پڅېر و ځکه په همدې کال کې د استرالیا په کورني کرکټ لوبه کې (فیلپس هیوز) د (سین ایبټ)په بال باندې ولګید.او پرځمکه راپریوته،هغه د درملنې وروسته شاک ته لاړ او بیا نوموړي خپل ژوند له لاسه ورکړ.

له دې پيښې وروسته د استرالیا هیواد کرکټ لوبغاړي تر ډېره د زهني تکلیف سره مخ شو.په ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام (سټیو سمیت) د (جوپرا ارچر)په بال باندې ولګید.او پړ مخ راپریوته د استرالیا لوبغاړو اوس ویلي چې هغه وخت مونږ ته داسي و چې د فيلپس مرګ مو په یاد شو ډېر ورخطا شو خو د سمیت مشکل جدي نه و.د استرالیا تیز بالر پيټر سیډل،وویل((ما فکر وکړ چې مونږ ټول په شاک یو،زما په اند بترینه هغه وخت و کله چې هغه په میدان کې پروت و،دا زمونږ د ټولو لپاره ویره وه.

عثمان خواجه ویلي.ما هیڅ کله دا فکر نه و کړې چې په کرکټ کې دې داسي څه پيښ شي،دا زما ذهن تر اخيره نه منې چې هیوز دې د بال لګیدو وروسته مړشي.سمیت چې کله په توپ ولګید د اوږدې مودې وروسته راپورته شو چې دې وخت کې زمونږه ټوله لوبډله ډېره زیاته وویریده مونږ چې کوم لوبغاړی وګورو چې په بال سخت ولږیږي نو د هيوز تېر بدترینه وخت ته مو وړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې