افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

د کرکټ دوه نولس کلن افغان لوبغاړي د نړیوال جام غوره لوبډله کې راغلي

دکرکټ نړیوالې شورا د نولس کلنو تر نړیوال جام وروسته غوره لوبډله اعلان کړه، چې دوه افغان لوبغاړي شفیق الله غفاري او ابراهیم ځدران هم پکې شامل دي

ځینې انګلیسي ورزشي وېب پاڼو د کرکټ نړیوالې شورا له ادرسه داسې یو انځور خپور کړی، چې پکې د یوولس لوبغاړو نومونه لیدل کېږي، چې دا لوبغاړي د نولس کلنو نړیوال پنځوس اوریز جام کې ښه ځلېدلي او یوه لوبډله ترې جوړه شوې ده. په دې لوبډله کې هندی یشاسوي جېسوال، ابراهیم ځدران، روېندو رسانتا، محمود الحسن جای، شهادت حُسېن، نعیم یانګ، اکبرعلي، شفیق الله غفاري، ریوي بېشنوای، کارتېک تیاګي او جایډېن سیئلز شامل دي. د نولس کلنو نړیوال پنځوس اوریز جام د یکشنبې په ورځ د فبروري په ۹ مه نېټه د بنګله دېشۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد. افغان نولس کلنو کرکټ لوبډلې په نړیوال جام کې اووم مقام سره هېواد ته راستنه شوه. د نولس کلنو په نړیوال جام کې ابراهیم ځدران په ۵ لوبوکې ۲۲۳ منډې وکړې او شفیق الله غفاري په ۵ لوبو کې ۱۶ وېکټې ترلاسه کړې وې او د ټورنمنټ دویم غوره بالر و.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې