لیګونه

د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو کې څلور لوبډلې نیمه پایلوبو ته ورسېدې

د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې، د فبروري په ۲۰ مه نېټه د ۶ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، دغو لوبو کې څلور کرکټ لوبډلې، پېښور زلمي، لاهور قلندرز، کراچۍ کېنګز او ملتان سلطان تر دوو نیمه پایلوبو رسېدلي دي او سه شنبې په ورځ به دوه نیمه پایلوبې ترسره شي.
د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې تر نیمه پایلوبو رسېدلي دي او د سه شنبې په ورځ به څلور لوبډلې په نیمه پایلوبو کې سره مخ شي او ګټونکې لوبډلې به یې پایلوبې ته ولاړې شي.
پېښور زلمي، لاهور قلندرز، ملتان سلطان او کراچۍ کېنګز هغه لوبډلې دي، چې تر دوو نیمه پایلوبو رسېدلي دي.
لومړۍ نیمه پایلوبه د سه شنبې په ورځ یوه نیمه بجه د پېښور زلمي او ملتان سلطان کرکټ لوبډلو ترمنځ کېږي او دویمه نیمه پایلوبه هم د سه شنبې په ورځ د کراچۍ کېنګز او لاهور قلندرز کرکټ لوبډلو ترمنځ ماښام شپږ نیمې بجې ترسره کېږي.
د دوو نیمه پایلوبو ګټونکې لوبډلې به پایلوبې ته ځي او د مارچ په ۱۸ مه نېټه به پایلوبه ماښام شپږ نیمې بجې پیل شي.
د پي ایس ایل کرکټ لیګ پایلوبه د مارچ په ۲۲ مه نېټه کېدله؛ خو د کرونا ویروس د وېرې له امله د مارچ میاشت ۱۸ مې نېټې یعنې چهارشنبې ورځې ته رامخکې کړل شوه.

لیکنه: حکیم الله افتاب

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې