نړیوال کریکټ

د نیوزیلېنډ کرکټ لوبغاړی د کرونا له زوره خلاص شوه

د کرونا ویروس د نړۍ اکثر خلکو په شمول د کرکټ او نورو ورزشونو لوبغاړي له ډار سره مخ کړي دي.

د جمعې پر ورځ د اسټرالیا او نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلو لومړۍ یو ورځنۍ کرکټ لوبه په اسټرالیا کې وکړه، چې له دې وروسته بیا دوې نورې یو ورځنۍ لوبې د کرونا ویروس له امله لغوه کړل شوې.

له لوبې وروسته د نیوزیلېنډ تیز توپ اچوونکی لاکي فرګوسن د ډاکټرانو تر معاینې لاندې راغی.

د هغه روغتیایي وضعیت خراب ښکارېده، خو کله چې د ډاکټرانو تر برید لاندې راغی هغه یې معاینه کړ، نو پایله منفي راغله.

د ورزش اړوند ډېری رسنیو د هغه خبر خپور کړی او لاکي فرګوسن یې له دغه وژونکي ویروس څخه پاک بللی دی.
 لیکنه: حکیم الله افتاب

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې