دلوبغاړو په اړه

د شهزاد محمدي ژوند او کرکټ ته لنډه کتنه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکی (شهزاد محمدي) په کال ۱۹۸۷ م کال کې د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې زیږیدلی.شهزاد د افغانستان په کرکټ ملي لوبډله کې ویکټ کيپر او ترڅنک یې ښي لاسی برید کوونکی توپ وهونکی و.شهزاد په ۲۰۱۰ م کال کې د افغانستان لپاره لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه د ایرلېنډ خلاف ترسره کړه.او د پنځوس اوریزو لوبو پیل یې د نیدرلینډ پر وړاندې وکړ چې دا وخت افغانستان په ۲۰۰۹ م کال کې خپله لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه وکړه.او شهزاد په لومړۍ ټیسټ لوبه کې د هندوستان خلاف خپل بخت په ۲۰۱۸ م کال کې اوزمایه.

شهزاد ټولې ۶۵ شل اوریزه لوبې کړې چې ټولې منډې یې،۱۹۳۶ دي ترټولو زیاتې منډې یې په یوه لوبه کې ۱۱۸ دي، په شل اوریزه لوبو کې ۱۲ نېمه سلېزې او یوه سلېزه لري.د ده ترڅنګ یې د افغانستان لپاره په پنځوس اوریزو لوبو کې ۸۴ سیالۍ کړې ۶ سلېزې او ۱۴ نېمه سلېزې لري ترټولو زیاتې منډې یې په یوه سیالۍ کې ۱۳۱ دي او ناټ اوټ له میدان څخه وتلی.شهزاد محمدي په اصل د افغانستان ولایت اوسیدونکی دی خو کور یې پاکستان هیواد کې دی او افغانستان ته یې کورنۍ زړه نه ښه کوي.شهزاد د کورني کرکټ ترڅنګ په نړیوالو لیګونو کې هم لوبیدلی.

شهزاد د افغانستان د شپږیزې ترڅنګ په چیټاګانګ ویګنز،پيشاور زلمي،رانګپور رایډرز،ټي ټين،لیګ او د ده ترڅنګ سږل په ایورسیټ لیګ کې هم واخیستل شو خو د بدبخته چې دغه سیالۍ د کرونا وایروس له امله وځنډیدلي.شهزاد محمدي په کرکټ کې د بدترینه نادودو سره مخ شو.هغه په ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس جام کې د ګلبدین نایب او د وخت د مشر عزیزالله فضلي په ګډه دلوبډلې څخه لري کړې شو.

له هغه وروسته نوموړی د یو کلن بندیز سره مخ شو چې څه موده وړاندې یې د بندیز موده پای ته ورسیده.د کرکټ ډېر مینوال د نوموړي بیرته راتګ ته په تمه دې ځکه هغه د افغانستان ترټولو بهترینه اوپنر توپ وهونکی دی.شهزاد اوس مهال ۳۳ کاله او ۶۵ ورځي عمر لري.
ستاسو په اند دشهزاد تشه به څوګ ډکه کړې کنه؟

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې