نړیوال کریکټ

د بنګله او پاکستان ترمنځ پاتې لوبې لغوه اعلانیږي

د پاکستان او بنګله دیش ترمنځ په یو دوه اړخیزه سیریز کې درې شل اوریزې دوه ټیسټ او یوه یو ورځنۍ لوبه شامله وه.چې دغه سیالۍ بنګله دیش کرکټ بورډ د خراب امنیت له وجې په یوځل ترسره نه کړې.دوی یوه میاشت وړاندې دپاکستان سره درې شل اوریزه لوبې ترسره کړې ترڅنګ یې یوه ټيسټ لوبه هم وشوه خو لاهم د دغي لوبو څخه یوه ټيسټ او یوه پنځوس اوریزه لوبه پاتې ده.

ټاکل شوې وه چې ټیسټ او پنځوس اوریزه لوبه به د پاکستان د کورني لیګ وروسته ترسره شي.خو دغه سیالۍ لومړۍ د امنیت له وجې په ډېرو ستونزو سره جوړې شوې.اوس د نړۍ په ګوډ ګوډ کې د (کرونا وایروس) ويره او د بنګله دیش کرکټ بورډ مشر (نظم الحسین) په خپل خبرې کنفرانس کې خبریالانو ته وویل(( مونږ نشو کولای چې پاکستان هيواد ته د پاتې لوبو لپاره ورشو ځکه د پاکستان کورني تجارتي لیګ بغیر له مینوالو ترسره کیږي.زمونږ لوبغاړو ته یې کورنۍ اجازه نه ورکوي چې کوم بل بهرني هیواد ته پر دې وخت کې سفر وکړي.یاده دې وي چې کرونا وایروس د نړۍ مهم لیګونه او نړیوالې لوبې وځنډولي یا یې لغوه اعلان کړې.

ولید (خپلواک)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې