دلوبغاړو په اړهلیګونه

آکاش چوپړا د آي پي ایل اتو لوبډلو لوبډلمشران درجه بندې کړل

د هندوستان غوره لیګ (اي پي ایل) د هند کریکټ کنټرول ادارې له لوري د اپریل تر ۱۵ مې نیټې پورې وځنډول شو. پرېکړه د هندوستان حکومت (جي او ای) له حکم وروسته ترسره شوه.


د هرې لوبډلې تر بریا شاته د لوبډلمشر لاس وي، او د لوبډلمشر رول بریا کې حیاتي دی چې آي پي ایل یا اندین پریمیر لیګ په تېرو څو کلونو کې عالي او ښه سکایپران (لوبډلمشران) تولید کړې دي. د یادونې وړ ده چې د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې پخوانی افسانوې اوپنر توپ وهوونکي اکاش چوپړا په خپلې رسمي فېسبوکپاڼې یوه ویډیو خپره کړې ده چې نوموړي پکې د اي پي ایل لوبډلمشران له ټیټې درجه څخه تر لوړې درجې پورې درجه بندې کړې دي.

په ۸ نمبر کې د چوپړا له لوري کېل راهول درجه بندې شوی دی چې کېل راهول د راویچندرن اشوین تر خوشې کېدو وروسته د کېنګز الېون پنجاب لوبډلې لوبډلمشر په توګه ونومول شو. په ۷ نمبر کې د ډهلي کپټلز لوبډلې لوبډلمشر شرییاس اییر نومول شوی دی. په تېر پړاو کې هغه خپله لوبډلمشري ثابته کړې ده چې نوموړی په لومړي ځل په ۲۰۱۲ کال کې رسما لوبډلمشر شو. په ۶ نمبر کې د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې افسانوې لوبغاړی ډویډ وارنر یاد شوی دی چې اوس د سنرایرز حېدرا اباد لوبډلې لوبډلمشر دی اکاش چوپړا د وارنر د بال ټیمپینګ یادونه هم وکړه چې وروسته پر وارنر باندې د یو کال لپاره بندېز ولګول شو.

په ۵ نمبر کې ۴۲ کلن لوبغاړی دنېش کارتېک نومول شوی دی چا چې د دوه کلنو راهیسې د کلکتې ناېټ راېډرز لوبډله رهبري کړې ده، که څه هم کارتېک په تېر پړاو کې دومره ښه پایله نه لرله خو بیا هم د بیرته راتلو هیله لري. څلورم نمبر کې د رايل چلېنجرز لوبډلې لوبډلمشر وېرات کوهلي دی چوپړا وویل د وېرات کوهلي څلورم نمبر غوره کولو لامل دا دی چې کوهلي په تېرو پړاونو کې ښه پیل نه درلود او ممکن راتلونکي کې د درې غوره لوبډلمشرانو درجه بندۍ کې را څرګند شې.

خو په ورته وخت کې چوپړا د درې پستونو لپاره د راجستان رایلز سټیو سمت، د ممبۍ انډیانز روهېت شرما او د چینای سوپر کېنګز اېم اېس ډوهني نومولی دی که څه هم روهېت شرما د اېم اېس ډوهني په پرتله بریالی لوبدلمشر دی او خپله لوبډله یې څلور ځلې تر اتلولۍ رسولې ده خو د چوپړا له لوري دویم مقام کې دی او لومړي مقام کې یې اېم اېس ډوهني ځای پر ځای کړی دی دریم کې بیا سټیو سمت دی.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې