
لیګونه
کراچۍ کېنګز کرکټ لوبډلې د پي ایس ایل ۲۸ مه لوبه وګټله
د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو په اوږدو کې د شنبې په ماښام ۲۸ مه لوبه د کراچۍ کېنګز او اسلام اباد بونایټېډ کرکټ لوبډلو تر منځ تر سره شوه.
چې کراچۍ کېنګز کرکټ لوبډلې پکې اسلام اباد یونایټېډ کرکټ لوبډلې ته په ۴ وېکټو ماته ورکړه.
د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو په دوام ۲۸ مه لوبه د شنبې په ماښام ترسره شوه، چې پکې اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز کرکټ لوبډلې مخ شوې.
اسلام اباد یونایټېډ کرکټ لوبډلې په شل اورونوکې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۶ منډې وکړې.
کراچۍ کېنګز کرکټ لوبډلې په ۱۹ اعشاریه ۲ اورونوکې هدف پوره کړ او اسلام اباد یونایټېډ کرکټ لوبډلې ته یې په ۴ وېکټو ماته ورکړه.
د لوبې غوره لوبغاړی شرجیل خان وپېژندل شو.
هغه په ۱۴ توپونو ۳۷ منډې وکړې او لوبډلې ته یې سر له پیله چټک سټارټ ورکړ.